کندهار: ارغنداب کې ديارلس عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په پايله کې ديارلس عسکر وژل شوي او له لسو زيات ټپيان دي.
ځايي خبري سرچينې وايي، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د ناګهان په سيمه کې د تانګړې د درې د دو محلي قومندانانو په ګډون ديارلس عسکر وژلي او څلور نور سخت ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې یک تلويزيون ته ويلي، په برید کې د سيمه ييزو پوليسو په ګډون دولس پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کندهار ولایت د رسنيو دفتر وايي، د ناګهان سيمې د پوني کاريز پر پوسته بريد کې طالبانو هم مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې په نښته کې پنځه عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په ټويټرپاڼه ليکي: د ناګهان په تنکي درې سيمه کې يوه پوسته نيولې چې په ترڅ کې يې اوولس عسکر وژل شوي، قومندان نبي ټپي شوی دی.
د احمدي په خبره، وروسته سيمې ته په ورغليو کومکي عسکرو هم بريدونه شوي چې په پايله کې يې پنځلس عسکر وژل شوي، يوه شوبله او يو رینجر موټر ویجاړ او په زياته اندازه وسله طالبانو نيولې ده.



