هرات: ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي، اووه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) د هرات ولايت څخه ورکړل شوي راپورونه ښيي چې د هرات- اسلام کلا د لويې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله دولس کانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، پېښه د پخوانۍ ليوا ته څېرمه د لويې لارې پر سر د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
عينې شاهدانو ويلي، په پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او اووه تنه نور سخت ټپيان دي.
د هرات د امبولانس مسول ډاکټر ابراهيم محمدي رسنيو تاييد کړي چې د پنځو تنو جسدونه او اووه تنه ټپيان د هرات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ويل کېږي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
په هېواد کې ډير کله د سړکونو د خرابوالي او د موټروانانو د بې احتياطۍ او موټر تېز چلولو له امله ترافیکي پېښې کېږي چې ډيری خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.



