سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د سولي او اوربند شرعي حیثیت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 12, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
82
ځلې شریک شوی
135
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

عزام حقاني

د اسلام او سولي لومړنی تړاو د نامه تړاو دی ، اسلام او سلام یا سوله له یوې مادې جوړ شوي دي.

د مسلمانانو آمیر او همدارنګه ذې رایه مسلمانانو که له کافرو سره سوله کولو کې د اسلام او مسلمانانو نفع او مصلحت لیده نو سوله کول جائز دی ، دغه شان سوله کول معنیً جهاد دی ځکه مقصود په جهاد سره کفر او د کفر پلویانو لري کول دي. چې په اسلام کې ددې وړ سولي زیاتې بیلګي لرو  چې تر ټولو مشهوره یې د حدیبې سوله او معاهده ده.

دا چې نن ورځ افغانستان د کافرو تر مستقیم یرغل او واک لاندې دی ،  په مسلمانانو باندې خلاصول د خاورې او شړل د کفارو فرض عین دی چې کفارو سره به تر هغې جنګیږي څو پوري اشغال ختم شوی نه وي ، یعنی ویلای شو چې دلته به تر هغې پوري جهاد روان وي څو اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

د درې ګونو مذاهبو د امامانو فتوی ده چي کله نفیر عام وشي یعني دمسلمانانو خلیفه جهاد ته دوتلو اعلان وکړي، او یا کفار دمسلمانانو په ځمکه حمله راوړي نوجهاد او لمانځه هیڅ فرق نشته لکه څنګه چي لمونځ فرض عین ده همداسي جهاد هم دی،  آن شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله وایې کله چي یوکافر دمسلمانانو په ښار باندي حمله وکړي نوپه دي وخت کي وروسته له ایمانه بل ضروري واجب نشته مګر دفاع اوشړل ددي دشمن دا تر ایمان یعني کلیمې وروسته لمړی مسؤلیت دمؤمنانو ده. او همدارنګه په فتاوی عالمګیریه کي علماؤ فتوی ورکړې چي کله په مشرق کي یوه مسلمانه ښځه دکفارو سره بندي شي دمغرب په مسلمانانو جهاد فرض عین دی تر څو چي مسلمانه بندي ښځه یې خلاصه کړې نه وي. نن ورځ پورتني ټول شرایط مهیا دي.

راځم خپلې خبرې ته:  دکابل ادارې مشر ډاکتر غني په یو ناڅاپي اعلان کې د روژې له ۲۷ څخه د اختر تر ۵ ورځې پوري له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان وکړ ، طالبانو د افغان ولس د غوښتنو او دهغوی د زړونو د اطمنان په خاطر نه داچې د ډاکټر غني د اوربند په غبرګون کې خپلو کسانو ته اعلان وکړ چې د اختر په اوله ، دویمه او دریمه ورځ کې دي په اصطلاح افغان امنیتي ځواکونو باندي تعرضي حملې نه کوي ، خو اشغالګر ترې مستثنی دي.

یعني له دې خبرې څخه دا په ډاګه کیږي چې د اشغالګرو په وړاندي به تر هغې پوري جهاد روان وي ترڅو یاوتلي نه وي او یایې نړیوال مؤثق ضمانت نه وي ورکړی.

اوس سوال دلته ده چې ایا دا وړ اوبند جائز دی او د اسلام په تاریخ کې یې نمونې شته دي ؟

څو ځوابونه یې زه کوم:  لومړی دا چې آمیر او امام لپاره دا جائزه ده چې د ځینو دښمنانو سره معاهده او تړون وکړي او له ځینو سره د جهاد اعلان بیلګه یې د رسول الله مبارک تړون د یهودي قبائلو سره.

او بل ځواب یې دادی چې دکابل له ادارې سره د جنګ بندۍ لویه او ستره ګټه هغه سیاسي مصلحت دی ،طالبانو په خپل اعلان سره افغان امنیتي ځواکونو ته دا وښودله چې تاسو زموږ هدف نه یاست بلکې تاسو د پردۍ جګړې پردیو اهدافو او د اسلام او مسلمانانو ضد جنګ قرباني یاست ، تاسو یاست چې د ظالم ملاتړ کوئ او ظالم ته مو دومره وخت ورکړ چې اولس کاله یې په افغانانو باندې ډول ډول ظلمونه وکړل ، تاسو هم خپلې کورنۍ په غم کوئ او هم خسرالدنیا والاخره یاست ، دا چې تاسو دا داعیه لرئ چې موږ له وطن څخه دفاع کوو ،  دا څنګه دفاع ده چې د وطن ټول واک او اختیار د یرغلګرو په لاس کې ، ټولې وړې او لویې چارې د امریکا لخوا ترسره کیږي، اخیر به تر کومه د کفري او شیطاني اهدافو لپاره خپل هیواد او کور ورانوئ؟!

او بل په دې اعلان او جنګ بندۍ سره طالبانو د کابل ادارې عسکر خپل اصلیت ته متوجه کړل یو ډول تذکیر او یادونه یې ورته وکړه  چې ستاسو ژوند او هدف له اسلام او اسلامي شعائرو څخه دفاع ده  نه د مسلمانانو په ضد دکفر ملګرتیا دا ستاسو لپاره یو چانس دی چې خپل دښمن د دین او وطن دښمن وپیژنئ چې دا یولوی سیاسي او دیني مصلحت دی باید افغان امنیتي ځواکونه ترې ګټه پورته کړې.  د دې اوربند یا جنګ بندئ بیلګې داسلام په تاریخ کې زیاتې لرو خاصتاً د سلطان صلاح الدین آیوبي او سلطان محمود غزنوي رحمهماالله په وخت کې.

چاته دې شک نه ورلویږي چې طالب ولې د کابل ادارې سره اوربند وکړ ، نو دې اعلان او جنګ بندي دا وښودله چې د طالب دښمني له افغان عسکرو سره نه ده بلکې دلته جګړه داسلام او کفر تر منځ روانه ده.

ځیني مغرض خلک دلته له موقعې استفاده کوې او په دې هڅه کې چې روان مشروع او مقدس جهاد په نامشروع او خپلمنځي جګرو تعبیر کړي ،  او هم دا وایې چې طالب جګړه مار دی سوله نه غواړي ، هغو ته باید ووایو چې دلته جهاد د اشغالګرو امریکایانو د ناروا تیري او یرغل په مقابل کې پیل شوې او تر هغې به روان وي څو یرغل ته دپای ټکی ایښودل شوی نه وي.

دا چې تاسو وایاست طالب جګړه مار دی سوله نه خوښوي ، یوه پوښتنه باید وکړو ایا طالب د چا په کور ، هیواد او وطن یرغل او حمله کړې که بل چا یې په کور او هیواد له زرونو کیلومیتره لیري ځایه څخه هجوم او حمله راوړې ده  او په خپل کور او هیواد کې په ارامه شپه نشي تیرولی ،  د حکومت کولو واک ترې اخستل شوی ، مشروع  شرعي نظام یې په ظلم او ستم سره نړول شوی دی ، نو اوس تاسو قضاوت وکړئ طالب جګړه مار دی که امریکا او متحدین یې ،  باید حقائق ووایاست تر څو به دافغانانو په سترګو کې خاورې شیندئ.

طالبان وایې سوله زموږ شعار او غوښتنه ده ، سوله له موږ ، زموږ له هیواد او هیوادوالو اخستل شوې اوغصب شوې ده ، موږ د خپل حق لپاره مشروع او جائزه مبارزه کوو څو خپل غصب شوی حق تر لاسه کړو ، او داسې سوله غواړو چې په هغه کې زموږ او زموږ دهیواد استقلالیت خوندي وي ، دا وړ سولي ته موږ هر وخت تیار او اماده یو.

ځکه جنګ زموږ انتخاب او غوښتنه نه ده او نه وه ، جنګ پر موږ تحمیل شوی او تپل شوی دی او اوس زموږ مجبوریت دی،  موږ

ته اسلامي او وضعي ټولو قوانینو د دفاع ،  دخپلو حقه حقوقو د اعادې او تر لاسه کول حق راکړی دی.

او بل زموږ جنګ بین الافغاني یا ذات البیني نه ده لکه څنګه چې ویل کیږي ، زموږ جنګ د اشغال د ختمولو او د اسلامې او ملي ارزښتونو څخه په دفاع کې ده ، دا چې مخې ته مو افغان په نوم امنیتي ځواکونه راځي دا دهغوی ناپوهي ،  ستره اشتباه او غلطي ده چې د څو پیسو په خاطر د امریکایي ګټو دتحقق لپاره ځان قربانوي ، له همدې امله موږ بار بار ورڅخه غوښتنه کړې ده چې د امریکایانو له مخي ایسته شئ او دادی دا ځل مو درې ورځې دافغان ولس په غوښتنه جنګ بندي ور سره وکړه او وخت  مو ورکړ چې له دې صف څخه جلاشئ ،  دوست او دښمن وپیژنئ ، که بیا هم نه لیري کیږي موږ یې  اسلامي او شرعي ارزښتونو ته د بر رسیدګي او تر لاسه کولو لپاره مجبورا په نښه کوو.

د یو اسلامي خپلواک افغانستان په اميد

 ۱۳۹۷/۳/۲۱

مخکینې مطلب

د شمالي کوریا مشر د سنګاپور سرمشریزې ته ”خپل شخصي تشناب وړی“

بل مطلب

د قدر شپه!!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com