د سعودي عربستان سترې محکمې له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د راتلونکې پنجشنبې (۲۹مې روژې) په ماښام د میاشتې لیدلو په صورت کې نږدې محکمې ته خبر ورکړي.
د العربیه ټلوېزون د راپور له مخې، د سعودي عربستان د میاشتې لیدلو او فلکیاتو ادارې غړي وايي چې د پنجشنبې په ماښام تر لمر پرېوتلو ۴۲ دقیقې وړاندې به نوې میاشت راپیدا شي، که فضا پاکه وه نو د پنجشنبې په شپه د اختر د میاشتې (شوال المکرم) لیدلو ښکاره امکان شته.
د سعودي عربستان د هواپېژندنې چارو پوه، عبدالعزیز الحسیني، څو ورځې وړاندې ویلي و چې ښايي سږ کال روژه ۲۹ ورځې شي او اختر به د راتلونکې جمعې (۱۵ جون) په ورځ وي.
د میاشتې لیدلو د اعلان لپاره دوو معتبرو شاهدانو شتون ضروري دی او د دوی تر ګواهي ورکولو وروسته د نوې قمري میاشتې پیل اعلانېږي.
په ټولو اسلامي هېوادونو کې د میاشتې لیدلو (رؤیت هلال) کمېټې او یا له دیني علماوو جوړې ادارې د معتبرو شاهدانو د ګواهي ورکولو په بنسټ د میاشتې د لیدل کېدو اعلان کوي.
د افغانستان او پاکستان اختر به کله وي؟
د افغانستان روژه او اختر د سعودي عربستان له اعلان سره یوځای پیل کېږي.
دا ځل د پاکستان، سعودي عربستان او ګڼو نورو هېوادونو روژه په یوه ورځ پیل شوه، له همدې امله کېدای شي د دې هېوادونو اختر هم په یوه ورځ ولمانځل شي. خو د پاکستان د میاشتې لیدلو کونسل اعلان کړی چې کوچنی اختر به د راتلونکې شنبې (۱۶ جون) په ورځ وي. که داسې وشي، پاکستان به د پخوا په څېر له نورو هېوادونو یوه ورځ وروسته اختر اعلان کړي او ۳۰ روژې به پوره کړي.


















