(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۴) له اوږد انتظار وروسته نن د پنج شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت اته بجې د افغانستان او هند تر منځ ټسټ لوبه پيل شوه.
د لوبې پچه د هند کرکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه.
دا لوبه چې نن د جون په څوارلسمه پيل او د جون تر اتلسمې نيټې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، “افغانستان تر دې مخکې د یو ورځینواو شل اوریزو لوبو حق خپل کړی و او دادی اوس د ټسټ لوبو د حق خپلولو په درشل کې دی.”
تر دې مخکې هند ګڼې ټسټ لوبې کړي خو دا د افغان لوبډلې لومړنۍ تجربه ده، د دې لوبې په ترسره کولو سره به افغانستان په هغو دولسو کرکټ لوبډلو کې ورګډ شي چې نړيوالې ټسټ لوبې کولی شي.
د افغان کرکټ بورډ چارواکي وايي، ملي لوبډلې د يادې لوبې لپاره پوره چمتووالی لري.
دغه لوبه د بنګلور په ایم چینا سوامي لوبغالي کې تر سره کیږي چې د ټسټ لوبو اوږده مخینه لري، د لومړي ځل لپاره په دې لوبغالي کې هند په ۱۹۷۴ م میلادي کال کې له ویسټ انډیز سره ټسټ لوبه کړې وه چې هند بایللې وه.
بايد وويل شي، چې افغانستان تير کال د کرکټ نړيوالې شورا د غړيتوب له ترلاسه کولو سره د ټسټ لوبو د ترسره کولو اجازه هم ترلاسه کړه.

















