کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د سعودي عربستان ځینو دولتي رسنیو خبر ورکړی چې له وسلوالو ډلو سره د مبارزې لپاره ۳۴ اسلامي هېوادونو د دغه هېواد په مشرۍ د یوه پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی دی، چې له افغانستان څخه یې هم د ګډون غوښتنه پکې وکړه.
د افغانستان خارجه وزیر ښاغلی صلاح الدین رباني په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر ښاغلي عبدالرحمن آل غاصب سره وکتل.
د عربستان سفیر عبدالرحمن آل غاصب له صلاح الدین رباني څخه د غوښتنې په توګه وویل، تر څو د سعودي عربستان په یاد پوځي اتحاد کې ګډون وکړي.
خارجه وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني وویل چې د سعودي عربستان په یاد پوځي اتحاد کې د افغانستان د ګدون لپاره سعودي د هېواد له نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم د ټلیفون له لارې تماسونه نیولي دي، تر څو په یاد اتحاد کې ګډون وکړي.
صلاح الدین رباني د سعودي عربستان په اتحاد کې د افغانستان د ګډون کولو په هکله وویل چې دوی د مشورو او غور کولو وروسته به خپله رأیه اعلان کړي.
تر اوسه پورې مالیزیا، انډونیزیا، مصر او ځینو نورو هېوادونو د سعودي له یاد پوځي اتحاد سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.
















