کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د شمالي کوریا لویې محکمې د ۶۰کالو په عمر د یوې کلیسا مشر «هاین سولیم» عمري بند محکوم کړی دی.
ښاغلی ليم د شمالي کوريا سترې محکمې له ۹۰ دقيقو محاکمې وروسته په عمري بند محکوم کړی.
هاین سولیم د روان کال د جنورې په میاشت کې د بشري مرستو لپاره د د دغه هېواد پلازمینې (پیونګیانګ) ته تللی وو، او هلته بیا نیول شوی وو.
په ده باندې تور وو چې دا حکومت و پرځوي او پر ځای یې یو مذهبي دولت اعلان کړي، او شمالي کوریا پر ضد یې له امریکا او جنوبي کوریا سره لاس درلود او غوښتل یې چې نړۍ ته د شمالي کوریا خراب انځور وړاندې کړي.
هاین لیم په دې هم تورن دی چې له هغو خلکو سره به یې مرستې کولې چې د منګولیا له لارې به له شمالي کوریا څخه تښتېدل.
په داسې حال کې چې شمالي کوریا کې په مذهبي کړنو بندیز لګولی دی.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي،«۶۰ کلن هاين ته دغې سختې سزا حيران کړی، په ځانګړي ډول د ده د عمر او ناوړه روغتيايي حالت له امله.»
په خبر پاڼه کې راغلي، کاناډايي چارواکي له هایون لیم سره د کتلو لپاره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې څخه مخکې هم یو شمېر بهرنیان چې اکثره یې امریکایان وو په شمالي کوریا کې نیول شوي او د بند په سزا محکوم شوي دي.
















