اشرف غني: کابل او اسلام آباد د وسلوالو ډلو پرضد د مبارزې په برخه کې نږدې شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۶)
جمهور رئیس غني بر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تیره ورځ یې د پاکستان له لومړي وزیر ناصر الملک او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوا سره په جلا جلا توګه تیلیفوني خبرې کړې او دوی ته یې د پاکستاني طالبانو د مشر د مُلا فضل الله وژنه تائید کړې.
غني ویلي؛ فضل الله د افغان څارګرو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی ، خو امریکایي ځواکونو بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو مشر دوی په نښه کړی دی.

غني زیاته کړې ، پاکستاني مشرانو ډاډ ورکړی چې د مُلا فضل الله وژنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه اړیکي لا تونده کړي.
هغه ویلي، چې له پاکستاني مشرانو یې غوښتي چې افغان طالبان سولې ته وهڅوي.
په پاکستان کې میشت افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي؛ د ملا فضل الله وژنه دا ثابتوي چې افغانستان د طالبانو په ګډون ټولو وسلوالو ډلو ته د “ښه” او “بد” په سترګه نه ګوري.
غني داسې مهال د طالبانو پرضد د پاکستان او افغان ځواکونو تر منځ د ګډې مبارزې څخه خبر ورکوي، چې طالبانو له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي چې که هغوی د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ونه کړي دوی هیڅ دشمني ورسره نه لري.
د پاکستاني پوځ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني پوځ له مشر جنرال باجوا سره تیلیفوني خبرې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې کابل تازه له دې هیواد سره د استخباراتي مامورینو د تبادلې او جاسوسي مالوماتو د شریکولو قراداد لاسلیک کړی دی.
باید وویل شي چې طالبانو په وار وار دا ثابته کړې چې پاکستان پر دوی هیڅ اغیز نه لري او خپله پاکستاني چارواکو هم په ځلونو د دې خبرې پخلی کړی دی.
شنونکي وایي؛ غني د خپلې واکمنۍ په لړ کې پاکستان ته دومره امتیازات ورکړل چې هیڅ افغان مشر نه و، ورکړي.
ملا فضل الله په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو، چې د پاکستاني چارواکو له قوله، نوموړی له تیرو څو کلونو را پدې خوا په افغانستان کې پټ و او د افغان او پاکستانی چارواکو تر منځ د استخباراتي مالوماتو د شریکولو د وروستي قرارداد شکار شو.
مدني فعال خیرالله شینواری لیکي؛
له افغان طالبانو سره د اوربند پر مهال د امريکايانو له لوري د ملا فضل الله وژل دا ډيره روښانوي چې امريکا څومره په افغانستان کې د پاکستان سټراټيژيک عمق تعقيبوي او په مقابل کې له کابل سره د اسلام اباد په نسبت څومره اخلاص لري.


















