نظرمحمد مطمئن
د اختر ورځو کې د ښکېلو غاړو ( افغان حکومت او طالبانو ) لخوا د اوربند په پلمه، ملګرو هوډ کړی وو، چې دا ځل کوچنی اختر د جګړې په لومړۍ کرښه کې تیر کړي.
نږدې ۵۰ تنه مشران، ځوانان ، لیکوالان، خبریالان، پخواني حکومتي لوړ پوړي چارواکي، مدني او په ټولنیزو رسنیو کې فعالان، سهار مهال ۶:۴۵ د تبلیغي مسجد له مخ څخه په ۱۷ موټرونو کې حرکت وکړ.
لوګر ته په رسیدو؛ په لوی سړک د لوګر والي ښاغلي محمد انور اسحاقزي، ولایتي شورا غړو او امنیتې ځواکونو د مشرانو لخوا د سولې تږو ته ښه راغلاست وویل شو. له کابل څخه بیا تر پُل عالم پوري د سولې تږو دغه ۵۰ نفریز کاروان له هیڅ ډول مزاحمت سره مخامخ نه شو. او په لاره کې عامو وګړو او کوم امنیتي ځواکونه چې په ټانکونو کې ناست وو، هغوی د سلام په دود د کاروان ملګرو ته لاسونه ښورول. په لاره کې زموږ د کاروان ملګري د امنيتې ځواکونو یوې پوستې سره ودریدل، ور کښته شول او هلته یې په دنده بوخت افغان امنیتي ځواکونو سره اختر مبارکي وکړه، ور سره غاړه غړۍ شول او انځورونه یې ورسره واخیستل.
د والي نږدې ۱۵ موټریز کاروان له پُل عالم څخه حرکت وکړ، او زموږ کاروان په لږ مسافه کې ورپسې روان وو، د ولسوالۍ جامع مسجد ته د ننوتلو لاره کې امنیي ځواکونه ولاړ، او بیا په مسجد کې دننه زموږ استقبال ماشومانو او ځوانانو وکړ.
د کوچني اختر لمونځ ټولو د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د عام ولس په منځ کې اداء کړ. د لوګر والي وینا وکړه، او زموږ د ملګرو له جملي څخه فیض محمد ځلاند او حاجي محمد صادق ته د وینا کولو وخت ورکول شوی وو.
موږ د لوګر له محترم والي اسحاقزي څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د سولې تږو درناوی او قدر یې وکړ، د خوشي ولسوالي له ولس څخه مننه چې موږ ته یې مینه راکړه.
د اختر د لمانځه تر اداء وروسته موږ د لوګر د برکي راجان او برکي برک لاره ونیوله، پلان وو چې په تنګي دره کې همداسي تیریږو، ډیر ژر هلته د طالبانو سېمو کې زموږ کاروان روان وو، شنې ونې، روانې اوبه، د ماشومانو خنداګاني او شور ماشور زموږ اختر رنګین کړی وو.
د طالبانو ډلې را پیدا شوې، په وړوکې بازار کې توقف او ولسې خلک د کاروان ملګرو ته را ټول شول، مینه وه، خندا وه، خوشالي وه. موږ د تنګې درې ته ونه رسیدو، ولي د طالبانو سېمه کې مو کافي مزل کړی وو.
هغه پلان چې باید موږ تنګي درې ځان رسولی وای، له هغه ځایه د کندهار – کابل لویې لارې ته وتلي وای، او په لاره کې مو د هلمند د سولې ملګرو سره هم لیدنه او اختر مبارکې شوې وای، داچې د طالبانو له خوا د پوړک سېمه کې سولې تږو لپاره د ښه راغلاست مراسم نیول شوي وو، د پلً عالم څخه د کابل پر لور، د کلنګار بازار څخه را تیر شوو، په لویه لار د پوړک وړوکي بازار ته ورسیدو، له پاخه سړک څخه د کلي خامه سړک ته وګرځیدو.
پاخه سړک ته نږدې تقریباً نیم کیلو مټر لیري د افغان امنیتي ځواکونو پوسته پرته وه، موږ چې د افغان ځواکونو له پوستې نږدې ۱۰۰ متره لیرې شوو، هلته مو ولید چې د ځانګړو ځواکونو په یونیفورم کې مسلح کسان د سړک دواړه غاړو کې له وسلو سره ولاړ، او د وسلو میلان یې زموږ پر لور، خو ټیټ نیولي، ځینې ملګرو سره ویره پيدا شوه چې په کوم نامعلوم کمین کې ونښتو. ودریدو، مخته تګ موږ بس کړ، ځینې ځوان ملګري له نږدې موټرو کښته شوو، تر څو معلوم کړو چې لاره مو غلطه کړي نه وي، او خدای مه کړه، له بدې پېښې سره مخ نه شو، په دي وخت کې په عام افغاني کالیو کې وسلوال هم را ښکاره شول.
زموږ ملګري له موټرو کښته او پلې تګ یې د وسلوالو طالبانو په بدرګه پېل، ډیر نږدې (۲۰۰ متره لیري) د پوړک کلي په کوچني بازار کې د خلکو لخوا په سلام ویلو او لاسونو جګولو سره د سولې تږې ملګرو استقبال وشو.
د کلي مسجد مخې ته ځوان وسلوال طالبان د استقبال په دوود ولاړ، او د مسجد دننه د طالبانو د لوګر مرستیال والي هرکلی کاوو.
ملګري تږې وو، وږې وو، ستړي وو، سهار مهال ۵:۳۰ بجې هر یوه یې له کوره حرکت کړی وو، ۶ بجې باید د عیدګاه مسجد مخې ته یې ځان رسولی وای، نه خو زموږ ملګرو د سهار چای څښلی وو، نه یې د اختر د لومړۍ ورځې کلچې د شیدو له چای سره څښلی وو، او نه یې د عید لمانځه وروسته کوم څه د خوړلو لپاره درلودله.
د لوګر والي او ولایتي شورا له خوا د چایو څښلو ترتیبات نیول شوې وو، ولي زموږ ملګري په وخت ونه رسېدل، او له چای څښلو تیر شوو. دا ډول د خوشي ولسوالۍ مشرانو ډیره هڅه وکړه چې چای او ډوډۍ ورسره ولرو، ولي وخت ته په کتلو موږ بیړه درلودله، او د پوړک کلي مشرانو خو د کلي اوسیدونکو ته د غرمې ډوډۍ چمتو کولو خبر هم ورکړی و، مګر وخت او حالاتو ته په کتلو سره، زموږ ملګرو بیا هم بیړه درلودله. د کلي خلکو شربت او هندواڼې چمتو کړي وي.
د پوړک کلي په مسجد کې د ننه، د سولې تږو له جملې استاد محمد زمان مزمل او ښاغلي خادم احمد انتظار د سولې اړوند ویناوي وکړي.
د طالبانو دوو تنو يو په بل پسې زموږ د ملګرو د ویناوو په نظر کې نیولو سره ځینې سوالونو ته ځوابونه وویل او دا ډول یې د سولې او اوربند اړوند خبرې وکړي.
مهم پېغام یې دا وو چې واک افغان ولس ته وسپارل شي او افغان ولس له اوسني ناورین څخه د وتلو لاره پيدا کولای شي.
کابل ته د بیرته را ستېدو پر مهال پلان داوو چې بیا ځل هم د افغان ځواکونو یوې لویې قرارګاه ته د سولې تږې د اختر مبارکې لپاره ورشي، موږ د سړک پر غاړه پرته د افغان ځواکونو لویې قرارګاه ته ودریدو، د ننوتلو لار یې راته نه وه معلومه، ملګرو د سړک له غاړې ور ږغ کړل، هغوی د ننوتلو لاره را وښودله، د کاروان ملګرو خپل موټریز کاروان هغه لورته وګرځاوو، لومړي نظام قراول ته ورغلو، داچې هغوی په دنده کې وو، د خپلو اصولو او مقرراتو له مخې یې وویل چې قومنداني ستاسي د راتګ په اړه مخکې له مخکې په جریان کې نه ده اچول شوې، زموږ ملګرو، خیرالله شینواري او شفیع اعظم خپله ټوله هڅه وکړه، ولي ونه توانېدو چې په هغه لویه قرارګاه کې افغان ځواکونو ته د اختر مبارکي په دوود غاړې یو بل ته ورکړو.















