فراه کې نهه پوليس له وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۸) د فراه ولايت څخه باوري سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې نهه تنه پوليس له خپلو وسلو او ګڼو مهماتو سره طالبانو ته اوښتي دي.

د سرچينې په وينا، دغه پوليس د پرچمن ولسوالۍ اړوند د کمرک په سيمه کې له طالبانو سره يوځای شوي چې هغوی ته يې سپکې او درنې وسلې او په زياته انداز مهمات هم وروړي دي.

د طالبانو ځايي سرچينې وايي، دوی ته تسليم شويو عسکرو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د دولت په ليکو کې دنده نه کوي.

طالب ویاند قاري يوسف احمدي له دوی سره د نهه تنو مسلحو عسکرو يوځای کېدل تاييد کړي.

د طالبانو له درې ورځينې اوربند وروسته دا لومړی ځل دی چې د دولت نهه تنه وسله وال ځواکونه د طالبانو ليکو سره يوځای کېږي.

تر دې مخکې هم په فراه ولايت کې د ملي اردو، ملي پوليس، او سيمه ييز پوليس د طالبانو د فشارونو له کبله طالبانو ته اوښتي او هغوی ته تسليم شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، د طالبانو د درې ورځيني اوربند له پای ته رسولو وروسته د فراه والي او امنيتي مسئولينو په فراه ښار کې د شپې له خوا د ولسي خلکو په تګ راتګ بنديز لګولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button