حکومت دې د سولې خیرات له پاکستان نه غواړي!/ خالد روان

سږنی اختر زما په ژوند کې بې‌ساری اختر و. په دغه اختر کې مې طالبان په هغو ځایونو کې ولیدل، چې څو کاله وروسته ورغلي وو. حکومتي عسکرو او طالبانو د هېواد په گوټ ـ گوټ کې یو ځای د اختر خوښي ونمانځله او تېرو درېیو ورځو کې یوازې له ننگرهاره دوې امنیتي پېښې وې، چې د هغو مسوولیت هم داعش وسله‌والې ډلې ومانه، چې له دې وړاندې هم دغه ډلې یوازې ملکیان په نښه کړي وو او په دغه چاره کې بده سابقه لري.

د اوربند په اړه له لومړي سره اندېښنې وې. ټولو فکر کاوه، چې هغه ډلې به سره څنگه یو ځای شي، چې اوولس کاله یې یو بل ته د ټوپک شپېلۍ نیولې وې؛ خو د خلکو اندېښنې بې‌ځایه شوې او یوازې د سولې پر دُښمنانو اورونه بل وو او د اوربند د خوښۍ جشنونه یې خپل هدف وگرځول.

د هېواد په ډېری ولایتونو کې طالبانو په ازاد ډول تگ راتگ وکړ او د حکومت مامورین له یوې نیمې لسیزې وروسته خپلو کلیو ته ولاړل. د تېر اختر اوربند کې له څو نامحدودو سرغړونو سربېره نور دواړه ډلې اوربند ته ژمنې پاتې شوې او ښکېلو خواوو د ټوپک خولې پر یو بل تشې نه کړې. حکومت اوربند نور هم وغځاوه؛ خو طالبانو د تېرو درېیو ورځو اوربند بېگاه پای ته ورساوه او نن بیا پر حکومتي عسکرو بریدونه پیل شول؛ خو لا هم هیلې شته چې طالبان به هم خپل اوربند وغځوي او کېدای شي دغه اوربند کلونو ـ کلونو ته وغځېږي او موږ د یوې تلپاتې سولې څښتنان شو.

طالبانو څه ثابت کړل؟

په رسنیو کې له تېرو اوولس کلونو راهیسې په طالبانو پسې بېلابېل تبلیغات کېږي. د رسنیو سربېره ځینې حکومت پلوي لیکوال هم طالبانو پسې ډېر پوچ تبلیغات کوي. دوی په خپلو لیکنو کې داسې الفاظ لیکي، چې دلته یې لیکل د وجدان د ملامتیا لامل گرځي. دوی تراوسه په ټولنیزو شبکو کې خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او نن خو یې په یو مخیز ډول خولې بیا په طالبانو پسې خلاصې کړې.

طالبانو ثابته کړه، چې دوی خپلواک دي. دوی د چا د اسارت لاندې نه دي. د دوی خبره یوه ده. جنگیالي یې د مشرانو اطاعت کوي او سرغړونه ترې بغاوت او د نافرمانۍ په سترگه ورته گوري. طالبانو د ملت هیلو ته ځواب ووایه او ملت هم طالبانو ته خپلې غېږې پرانیستې او د خوښۍ اوښکې یې یو ځای توی کړې.

طالبانو ملت، حکومت او امریکا ته ثابته کړه، چې د دوی په لیکو کې یوازې افغانان جنگېږي او د دوی پر وړاندې روانه جگړه یو افغاني پاڅون دی. هېڅوک به ثابته نه کړي، چې په تېرو درېیو ورځو کې دې یو پنجابی د طالبانو په لیکو کې لیدل شوی وي. ټول افغانان او د افغانانو په ژبه یې خبرې کولې او پر طالبانو د پردیو تور یوازې پوچ تبلیغات او د ملت په سترگو کې خاورې شیندل دي.

حکومت دې نور د سولې خیرات له پاکستان او امریکا نه غواړي؛ بلکې له طالبانو سره دې مخامخ خبرې پیل کړي. حکومت دې پر خپلو ژمنو ټینگ ودرېږي او هغه طالب بندیان دې ازاد کړي، چې د حکومت په زندانونو کې له کلونو ـ کلونو راهیسې پراته دي. دغه ډول کړنې به د باور فضا نوره هم ډاډمنه کړي او د سولې خبرو ته موږ گام پر گام نږدې کړي.

حکومت او امریکا دې هغه خبرې له یاده نه باسي، چې د امریکايي ځواکونو په یو مخیز وتلو ژمنه یې کړې وه. که حکومت د طالبانو دغه درې شرطونه د امریکایانو وتل، د اسلامي شرعیت نافذول او د اساسي قانون د بدلون خبره ومني، نو ډاډ درکوم چې طالبان به همدا نن عمري اوربند اعلان کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button