له اوربند وروسته طالبانو څه وويل؟
له اوربند وروسته په ګڼو ولايتونو کې د طالبانو بريدونه پيل شول
راپورتاژ: الماس خدرخېل —- د اختر د درې ورځيني اوربند د پاي په ماښام طالبانو د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د دولتي عسکرو پر پوستو او نظامي قرارګاوو بريدونه کړي دي.
د طالبانو مشر ملاهبة الله اخندازه له اختر مخکې په يوې اعلاميې کې خپلويانو د اختر له لومړۍ تر درېيمې ورځې د اوربند امر وکړ او ويلي و چې په يادو ورځو کې دې “طالبان په داخلي دښمنانو هيڅ ډول وسله وال بريدونه او چاودنې نه کوي”.
خو د اختر د درې ورځو له پوره کېدو سره سم يو ځل بيا د هلمند، کندهار، لغمان، بادغيس، غزني او ګڼو نورو ولايتونو څخه د جګړو راپورونه ورکول شوي دي.
تېره شپه د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ مربوط د شاول او ناقل اباد څلورلارې او ډبرو پله سيمو کې پر دولتي پوستو بريدونه شوي چې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د مرجې ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو د طالبانو له لوري درانه بريدونه شوي چې ويل کيږي چې له شلو زيات عسکر پکې وژل شوي دي.
همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، تېره شپه طالبانو په د بادغيس په آب کمري ولسوالۍ کې دوه پوستې نيولي چې د جګړې پر مهال څلور عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د لغمان سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، طالبانو د مرکز مهترلام په څو کيلو مترۍ کې درنه جګړه پيل کړې او له دولتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
دغه راز د غزني، فراه او فارياب ولایتونو سربيره له ګڼو نورو ولايتونو هم پر دولتي عسکرو د بريدونو راپورونه ورکول شوي دي.
له اور بند څه په ډاګه شول؟
لومړی دا چې د اختر په دې درې ورځيني اوربند کې طالبانو د ولس او هغو عسکرو زړونه خپل کړل چې طالبان ورته ویره اچوونکي او ترهګر معرفي شوي و.
دوهمه دا چې د طالبانو له لوري د درې ورځيني عملي اوربند څخه دا په ډاګه شوه او هغو راپورونو او افواهاتو ته ځواب وويل شو چې ګنې طالبان د دې وطن خلک نه دي يا په څو ډلو ويشل شوي او یا دا چې په هېواد کې لسګونه وسله والې ډلې له دولت سره په جګړه بوختې دي.
د ولسي خلکو له لوري د طالبانو د اوربند د اعلان پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي دا خبره روښانه کړه چې هېوادوال نور له بهرني اشغال څخه ستړي شوي او له طالبانو سره په اختريزو ميلو کې يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شعارونه ورکړل او د دايمي اوربند د راتلو غوښتنې يې وکړې.
له اوربند وروسته طالبانو څه وويل:
د درې ورځيني اوربند وروسته بيګا ماښام طالبانو وویل چې ټولې پريکړې يې د شريعت پر اساس، د ولس او هېواد په ګټه، هدف يې له اشغال څخه د هېواد ازادول دي او هيڅکله به د امتيازونو په بدل کې د شهيدانو، یتيمانو او کونډو په ارمانونو او قربانيو معاملې ونه کړي.
طالبانو وويل: “امریکايي اشغالګر جهت نور باید حقائق درک او ومني، له بې ځایه سرتمبګۍ څخه دې لاس واخلي، د روانې معضلې د هواري لپاره دې مخامخ له اسلامي امارت سره د دیالوګ لاره غوره کړي او خپل اشغالګر ځواکونه دې له افغانستان څخه وباسي”.
همدارنګه طالبانو له اوربند وروسته د افغان او امریکايي چارواکو هغه ادعاګانې هم رد کړې چې ګنې له طالبانو سره پټې خبرې روانې دي او په خپره کړې اعلاميه کې يې وويل: “ټول هیوادوال او مجاهدین دې خبر وي چې د کابل له ګوډاګۍ ادارې سره هیڅ راز ښکاره او پټ مذاکرات جریان نه لري، په دې اړه چې مخالف لوری څومره بې اساسه تبلیغات او د عامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، هغه نور هم روان بحران پیچلی کوي او د سولې په اړه د ګټې په ځای تاوان کوي”.
په داسې حال کې طالبانو بريدونه پيل کړي چې تازه د افغان ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ويلي چې طالبانو سره يې اوربند د نورو لسو ورځو لپاره غځولی دی.
د مرتضوي په خبره:”افغان حکومت د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اساس اوربند د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی. په عین حال کې زموږ امنیتي ځواکونه د هر ډول برید په وړاندې د دفاع چمتووالی هم لري.”



