
د ژوند لارښود (دریمه برخه)
ژباړه: نعمان منلی
د ډاډ سرچینه
ښاغلی نټور سینګه (۷۱کال) د هندوستان یو منلی مشر او رهبر و، هغه په ژورې مطالعې سره مشهور و. هغه له یوې ډېري سختي کورنۍ پېښي سره مخ شو. د هغه یوه پېغله لور ریتو او ځوانه نږور نتاشا یواځې د یوې میاشتې په ځنډ د یوې پېښې ښکار شوې او مړې شوې. له دې نه وروسته د کانګریس مشره ښاغلې میرمن سونیا ګاندهي ده ته د تسلیت لپاره نوي دهلي ته د د کور ته ورغله په دې وخت کې ښاغلی نټور سینګه د خپلې مطالعې خونه کې و.
خپله کتابخانه کې ښاغلي نټور سینګه له ټولې نړۍ څخه لس زره ۱۰۰۰۰ کتابونه غوره کړي او یوځای کړي دي. ښاغلي نټور سینګه خپلو کتابونو ته په اشارې کولو سره میرمن سونیا ګاندهی ته وویل: چې په دې کتابونو کې د واک چلولو حکمتونه پراته دي. د پېړیو د حکمتونو غور چاڼ دلته پیدا کیږي. مګر دلته داسې یو کتاب هم نشته چې د هغه په ویلو سره زه ځان ته ډاډ ورکړم.
ښاغلی نټور سینګه ولې په خپله مطالعه خونه کې داسې کتاب نشي پیدا کولی چې هغه ده ته د کورنۍ مرګونې پېښې په وخت ډاډ ورکړي. د دې ځواب پخپله په دې مرکه کې شته، هغه کې ښاغلي نټور سینګه د یو سوال په ځواب کې ویلي چې زه په مذهب یقین نه لرم البته زه روحانیت منم.
د مذهب فکري نظام د الله تعالی په تصور ولاړ دی او د روحانیت فکري نظام پخپله د انسان په تصور پورې تړلی. د خدای له عقیدې نه په لرې کیدو سره د روحانیت چې کوم تصور دی هغه په دې فرضیه باندې ولاړ دی چې په انسان کې دننه په امکاني ډول سره هر څه پټ دي. نو د دې لپاره ته پخپله داخلي دنیا کې خپل غور او فکر کوه هلته به ته هر څه ترلاسه کړې. یا په بل تعبیر داسې ویلی شو چې انسان ته څه ترلاسه کول پکار وي پخپله دې له خپل ځان څخه تر لاسه کړي.
دا یوه بی بنسټه نظریه ده، ښکاره خبره ده چې کوم انسان د یوې ستونزي ښکار وي هغه به پخپله د دې ستونزي حل څنګه جوړیږي.
مذهب چې اسلام یې استازیتوب کوي د هغه معامله له دې څخه بالکل بل ډول ده د اسلامي مذهب فکري نظام د خدای تعالی په تصور باندې ولاړ دی. یعني هغه ذات چې په هر څه باندې قادر دی ( قادر مطلق دی) او چا چې انسان ته د قرآن په شکل کې پوره لارښونه ورکړې ده.
په قرآن کې د یادې شوې مسئلې حل په ښکاره ډول پیدا کیدلی شي. د دې لړۍ په ژوندۍ بڼه یوه حواله دا ده: ولكل امة اجل فاذا جاء اجلهم لايستأخرون ساعة ولايستقدمون ( الاعراف ٣٤) يعني د هر امت ( او هر انسان) لپاره ټاکلې شوې موده ده. کله چې د هغه موده پوره شي نو هغه بیا نه یوه ګړۍ وروسته کیدلی شي او نه مخکې کیدلی شي.
له دې قراني تصور سره سم دنیا ته چې کوم انسان راځي هغه یواځې د دې لپاره راځي چې هغه خپله ټاکل شوې موده پوره کړي او بیا بیرته له دې ځایه څخه ولاړ شي. ګویا د انسان مرګ یوه داسې پېښه ده چې هغه په هر حالت کې کیدونکې وه او هغه په خپل وخت تر سره شوه، په دې اعتبار سره مرګ یو فطري حقیقت دی یو داسې فطري حقیقت چې د هغې بدلول د انسان په وس کې نه ده.
دا عقیده په انسان کې پر حقیقت د اعتراف ذهنيت پیدا کوي او پر حقیقت اعتراف پخپله انسان ته هغه څه ورکوي کوم چې ښاغلي نټور سنګه په تسلي سره تعبیر کړی دی.
د انساني روحیاتو او روان مطالعه دا وايي چې که چرته انسان له داسې پېښي سره مخ شي چې د هغه توقع یې مخته لرله نو د هغه ذهن وار د مخه د هغې منلو ته تیار وي. او د پېښیدلو په مهال یې سختي او زور دومره نه وي لکه له ناڅاپي پېښي سره چې مخ شي.
دا هغه توپیر دی چې د هغې په اساس یو انسان د مرګ پېښه معمولي پېښه ګڼي یعني ورسره عادت وي. او بل انسان ته بیا د مرګ پېښه د یوې سختې پېښې سبب جوړیدلی شي چې انسان د هغې برداشت نه شي کولی. او د هغې زغمل ډېر ورته سخت وي.



