(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۹)
د بدخشان له ولایت څخه خبرونه وایي؛ چې ګڼ شمیر سرتیري له خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي.
سرچینې وایي؛ یوځای شوي کسان ملي او محلي پولیس دي چې د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ کې د اختریز اوربند پر مهال خپلو کورونو ته راغلي وو او طالبانو د یوې میلمستیا په ترڅ کې خپل لور ته دعوت کړي .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ۱۴ تنه امنیتي ځواکونه د وردوج او پيشکان ولسوالیو له مربوطاتو څخه ورسره یو ځای شوي او دوی یې هم تود هرکلی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې هم ۲۵ تنه امنیتي منسوبین د طالبانو لیکو ته ورغلي و.
باید وویل شي، چې طالبانو د اوربند په شپو کې په ټولو ښارونو کې دولتي ځواکونو ته ویلي چې د دوی جګړه یواځې د امریکایانو پرضد ده او ترې غوښتي یې دي چې باید د بهرنیانو پرضد یا ورسره یو موټي او یا د هغوی له ملاتړ لاس واخلي.
چې دولتي ځواکونو هم په خورا ولولو د طالبانو دې وړاندیز ته سر ښورولی دی.


















