امريکا: وسله وال بريد کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) د امريکا متحده ايالاتو د شيکاګو ایالت کې د وسله وال بريد په ترڅ کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، له يوه روان موټر څخه وسله والو کسانو ډزې وکړ او بريد کوونکي له سيمې څخه وتښتېدل.
د شيکاګو پوليسو رسنيو ته ويلي، برید په ځايي وخت د ماذيګر د پنځو بجو په شاوخوا کې د شیکاګو ايلينوی پوهنتون ته څېرمه شوی چې له کبله يې يوه مېرمن وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان دي چې د يوه روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
امنیتي مسئولين وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې بريد د څه هدف لپاره ترسره شوی خو زياتوي چې د بريد کوونکو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.
وروستيو کې د امریکا په بيلابېلو ايالتونو کې وسله وال بريدونه او د موټرو په واسطه د خلکو وهل زيات شوي چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



