(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳۱)
لویدیځې رسنۍ وایي چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپووزمې د ټوبه په نامه سمندرګي کې چې د نړۍ له مختلفو سیمو سیلانیان ورځي، یوه بیړۍ ډوبه شوې چې په کې لسګونه کسان وژل او ورک دي.
ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي؛ سیمې ته په پراخه پیمانه وګړي د اختریزو میلو په خاطر ورغلي و، او د کښتۍ د ډوبیدو لامل هم د زیاتو سپرلیو وړل ښوودل شوي.
د چارواکو په خبره؛ یاده کښتۍ د ۶۰ کسانو لپاره جوړه شوې وه خو په همدې مهال په کې تر ۲۰۰ ډیر سیلانیان ناست و چې ساتونکو واسکټونو او لوازمو هم ورته بسنه نه کوله، او اضافي سپرلیو ته هم ټکټونه نه و ، ورکړل شوي، چې لا یې هم دقیق شمیر معلوم نه دی.
اندونیزیایي چارواکي وایي؛ په دې پیښه کې ۱۹۲ کسان تري تم دي او ۱۸ نور ژغورل شوي.
دوی زیاتوي، احتمال زیات دا دی چې ټول ورک کسان وژل شوي خو بیا هم څیړنې روانې دي


















