(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱)
یو شمیر رسنیو د دولتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې امریکایي او بریتانوي سفارتونه او د ملګروملتونو د یوناما دفتر غواړي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې تر نامعلومې مودې وځنډوي.
د سپوږمۍ خبري شبکې ته دولتي سرچینو ویلي؛ ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست، او پارلماني ټاکنې ټولې یوځای ترسره شي تر څو د ځینو مالي او تخنیکي ستونزو د مخنیوي تر څنګ په انتخاباتي کمیسیون کې د کمزوري مدیریت له امله د راټوکیدونکو کړکیچونو مخه هم په ښه توګه ونیول شي.
امریکایي سفارت ویره لري چې د ټاکنو د کمیسیون کمزوری مدیریت او د پارلماني ټولټاکنو د نتایجو له امله راټوکیدونکي جنجالونه ښایي د جمهوري ریاست ټولټاکنې تر نامعلومې نیټې وځنډوي، نو له همدې امله هڅه کوي چې پارلماني او د جمهوري ریاست ټولټاکنې په راتلونکي پسرلي کې ترسره کړي.
د سرچینې په وینا، ښایي راتلونکو څو ورځو کې اروپایي اتحادیه، امریکایي سفارت، د بریتانیا سفارت، یوناما او د ارګ رهبري په همدې هکله څو مشورتي ناستې هم وکړي.
سرچینه زیاتوي؛ ښایي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارت مهم چارواکي هم په لنډ راتلونکي کې له کابل څخه لیدنه وکړي او د ټرمپ د جګړیزې ستراتیژي د ارزونې سربیره د راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په څرنګوالي او د سولې په تړاو مهمې ناستې ترسره او په برخلیک یې وروستۍ پريکړې وکړي.


















