حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ “حشدالشعبي” عمومي منشي “أبو آلاء الولائي” ویلي، چې په لبنان کې اوربند د امریکا له لوري کومه ډرامه نه ده، بلکې د ده په وینا د امریکايي او صهیونیستي ځواکونو د شاتګ او تسلیمۍ پایله ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اصلي حقیقت دادی چې د حزب‌الله ځواکونو د ټینګ مقاومت او د ایران د اسلامي جمهوریت پر خپلو شرطونو د ټینګار له امله دښمن مات شوی دی.

الولائي ټینګار کړی، چې د لبنان اوربند د ایران د بریا د د بشپړېدو لپاره یو مهم پړاو دی.

هغه ویلي، چې مقاومت او د هغه ثبات د دې جګړې ستر ګټونکی دی، ځکه د ده په خبره دښمن ته یې سخت زیانونه اړولي او له ایران څخه یې ملاتړ ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ستر بایلونکی امریکا او صهیونیستي ځواکونه دي او ورسره یې د لبنان حکومت هم یاد کړی، چې د ده په وینا بې‌ځایه امتیازات یې ورکړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button