کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه یې له «اوپياچای» موسسې سره د ۶۴۱ زره او ۸۰۸ امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د وزارت په وینا، دا تړون د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، خلکو ته د اسانتیاوو د لاسرسي زیاتولو او د عامو روغتیايي ستونزو د کمولو لپاره عملي شوی دی.
د یادې پروژې له پلي کېدو سره به په دغو ولایتونو کې ۱۱۳ زره او ۶۰۰ اوسېدونکي له بنسټیزو روغتیايي خدماتو برخمن شي او شاوخوا ۹۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.


















