ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا او ریاست ویلي، د یونیسف په ۲۸.۵ میلیونه افغانۍ مالي ملاتړ سره د بهسودو، خوږیاڼو او حصارک ولسوالیو کې د پاکو اوبو د شپږو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د بهسودو په سرپشته، کاریز کبیر او ترخو اوبو، د خوږیاڼو په نکړخېلو او د حصارک په ناور سیمو کې تطبیقېږي.

مسؤلین وايي، په دې پروژو کې د ۶ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۲۰، ۴۰، ۵۰ او ۱۰۰ متره مکعب په ظرفیت د اوبو ذخیرو جوړول او د ۳۰.۳ کیلومتره پایپ غځول شامل دي.

د دغو شبکو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او همداراز سلګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button