کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د تازه هوایي بریدونو له امله ۴۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، دغه بریدونه د سوډان د حکومتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ د روانو نښتو په ترڅ کې ترسره شوي، چې لا هم په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.
د عیني شاهدانو په وینا، بریدونو ملکي سیمې په نښه کړې چې له امله یې د استوګنې ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
سوډان له تېرو څه کم څلورو کلونو راهیسې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې ښکېل دی، چې له امله یې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او میلیونونه کسان بېځایه شوي دي.
نړیوالو بنسټونو د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې پر ملکي وګړو بریدونه ودروي او د بشري مرستو د رسولو لپاره خوندي لارې برابرې کړي، خو تر اوسه جګړه نه ده درېدلې.


















