کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د عسقلان – دشت ارچي ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو پروژې عملي چارې نن رسماً پيل شوې.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د ۵۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیقېږي او ټاکل شوې ده چې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړه شي. مسوولین وایي، د پروژې چارې به په ټاکلي وخت او معیاري ډول مخته یوړل شي.
د مسؤلينو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به لسګونه زره کسانو ته باوري او پایداره برېښنا برابره شي، چې د خلکو د ژوند اسانتیاوو تر څنګ به د سیمې اقتصادي فعالیتونو ته هم وده ورکړي.


















