د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه “خاتمالانبیاء” ویاند د ویاند خبر ورکړی چې د امریکا د پرلهپسې ژمنو ماتولو له امله یې هرمز تنګي یوځل بیا د هر ډول تګ-راتګ پرمخ تړلی دی.
نوموړي ویلي، تر هغه چې امریکا د کښتیو د تګ راتګ محدودیتونه پای ته ونه رسوي، دا تنګی به د ایران د وسلهوالو ځواکونو لخوا تړلی وي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د لبنان له اوربند وروسته دا تنګی د ټولو کښتیو پر مخ بېرته پرانیستل شوی دی.



