هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د العربیه نړیوالې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، هرمز تنګی کې یوه تازه امنیتي پېښه رامنځته شوې، چې پکې یوه هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې ده.

راپور زیاتوي، د کښتیو د څار ادارې ویلي چې یادې کښتۍ له عراق څخه دوه میلیونه بېرله تېل لېږدول او د پېښې پر مهال د هرمز تنګي له لارې روانه وه.

سرچینې وایي، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو دوه هندي کښتۍ اړ کړې چې له سیمې ووځي او تنګي پرېږدي.

همدارنګه، د د برېتانیا سمندري ځواک اعلان کړی چې د عمان له ساحل څخه شاوخوا ۲۰ میله لرې د یوه احتمالي برید راپورونه ترلاسه شوي دي.

د ویلو ده،.چې دغه پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې سپاه پاسداران اعلان وکړ، چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه بېرته عملي کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button