اشرف غني د غوڅ ملاتړ جنرال ته د “غازي میربچه خان” مډال ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۴) اشرف غني پرون د يک شنبې په ماښام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموريت يوه جنرال ته د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ عملیاتي مرستیال کرستوفر هاس سره د مخه ښې په کتنه کې نوموړي ته دغه مډال ورکړل شوی دی.
د ارګ په اعلاميه کې له نوموړي جنرال څخه مننه شوې او په افغانستان کې د هغه کړنې ستايل شوي زیاتوي: “ښاغلی تورنجنرال کرېستوفر هاس د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د خپل ماموریت په موده کې په بېلابېلو برخو کې د سټراټيژیک ملاتړ، په چارو کې د اسانتیا، د ښو اړیکو د ټینګولو او په اړونده برخه کې د ګټورو مشورو په ورکولو سره د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي او له ځانه یې ښې وړتیاوې ښودلې دي.”
جنرال کرستوفرهاس د دغه مډال له اخيستو وروسته وويل: په افغانستان کې د خپل ماموریت له ترسره کولو خوښ دی او تل به یې د افغانستان خلک په یاد وي.
اشرف غني تر دې مخکې هم امریکايي او ناټو جنرالانو ته د افغانستان دولتي مډالونه ډالۍ کړي چې د عامو افغانانو له لوري ورته غبرګون ښودل شوی او غندل شوي دي.
شنونکي او ځينې افغان فعالان وايي، اشرف غني هغه چاته مډالونه ورکوي چې د ملکي افغانانو پر وژنه تورن او وخت ناوخت يې پر افغانانو بمبارۍ کړي، پر ځای د دې چې د هغوی کړنې وغندل شي د افغان چارواکو له لوري مډالونه ورکول کېږي.



