خيبرپښتونخوا کې د پاکستان جنګي الوتکه نسکوره شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د خيبرپښتونخوا مربوط د باچان هوايي ډګر ته څېرمه يوه جنګي الوتکه نسکوره شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند په يوې خبرپاڼې کې ويلي، ايف ټي- سيون پي جي الوتکې د عملياتي روزنې پر مهال سقوط کړی دی.

عيني شاهدانو ويلي، پيلوټ هڅه وکړه چې الوتکه له نږدې اباديو څخه وژغوره چې پر مهال يې درنه چاودنه وشوه او الوتکې په هوا کې اور واخيست.

مسئولين وايي، دغه الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله نسکوره شوې چې پر مهال يې دوه پيلوټان هم وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button