د ماليې وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د ملي يووالي حکومت د ماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې سبا به يې د کابينې په غونډه کې د دندې وروستۍ ورځ وي.
که څه هم اکليل حکيمي ويلي، د کورنۍ د پريکړې پر اساس استعفا ورکوي خو ځينو خبري سرچينو د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اخلافونه او بې باورۍ د نوموړي د استعفا لامل بللي دي.
حکيمي په خبري غونډه کې وويل، چې په دې اړه يې له ولسمشر غني سره خبره خلاصه کړې او له هغه يې مننه وکړه چې د ماليې د وزارت په څېر مهمه دنده يې ورسپارلې وه.
يوه اوونې مخکې د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې هم استعفا ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د ملي يووالي حکومت څو نور وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وزارت ته به نوی وزير ټاکل کېږي او که د نورو وزارتونو په برخليک به اخته کېږي.
په وروستيو کې د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونو له کبله ځينې وزیران ګوښه او يو شمير يې استعفا ته اړيستل شول.



