سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ملګري ملتونه دې د افغان ولس برخليک روښانه کړي!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 27, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
151
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په افغانستان کې د دوامداره مرګونې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا افغان ولس ته تراوسه پورې د ډاډ خبره نه ده کړې چې په هېواد کې به یې په هڅو روانه جګړه پای ته ورسېږي او وروسته له څلورو لسیزو جګړو به د امن ساه واخلي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

په افغانستان، عراق او سوريه کې چې څه تېرېږي پر هغو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا سترګې پټي کړې دي. حال دا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مسئوليت لري چې په يوه هېواد کې په جګړه کې د ښکېلو خواوو او يا پر کوم هېواد د پوځي ښکرورو د تېري په اړه لازم تصميم ونيسي او برخليک یې روښانه کړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په نيويارک کې د افغانستان په اړه چې په جګړو کې افغانانو ته څومره مرګ ژوبله واوښتله او د تېر کمکي اختر په درې ورځي اوربند سره څومره افغانان له مرګ ژوبلې وژغورل شول دې او دې ته ورته موضوعاتو باندې بحث وشو.

پر ځای د دې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، تدامیچي یاماموتو، په افغانستان کې د امريکا او ناټو غړو هېوادونو لخوا افغانان ولس ته په اړول شویو تاوانونو او مرګ ژوبلې بحث وکړي، په تېرو ١٧ کلونو کې د جګړې په تباهيو بحث وکړي، له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې د جګړو له امله د ځوان نسل د بې سوادۍ او جګړو ته د مخې کولو په اړه غور وکړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو، د غونډې په پیل کې وويل، په دې ډېر خواشينی يم چې طالبانو په افغانستان کې درې ورځنی اوربند اوږدمهاله نه کړ او د تېر په څېر یې بيا جګړې ته دوام ورکړ.

په نيويارک کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته تدامیچي یاماموتو په وار وار د خواشينۍ دا جمله  تکرار کړه چې وسله والو کولای شول روان وضعیت ته تغير ورکړي او د اوربند په مراعت سره د سولې لپاره يو غوره چانس پيدا کړي.

 ياماموتو بيا په خپله وينا کې وويل،  درې ورځنی اوربند په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره يو ښه فرصت ؤ چې بايد اوږدمهاله شوى واى.

تدامیچي یاماموتو یاماموتو ته لومړى دا درک کول پکار دي چې په افغانستان کې جګړه امريکا پیل کړې ده که طالبانو.

 امريکا ده چې د طالبانو د امن او سکون نظام یې د بي ٥٢ الوتکو په وسيله له منځه يووړ. امريکا ده چې پر افغان ولس یې د شپنيو عملياتو په نامه نوې وسلې وازمايلې. امريکا ده چې افغان ولس یې په يوه او بل نامه په خپلو کې سره وينو بهولو ته کښېنول او پر بې ګناه ولسي وګړو یې ړندې بمبارۍ پيل کړې.

په افغانستان کې د سولې مخه امريکا او د جان کېري په لاس هغه جوړ شوي حکومت نيولې ده چې نه ورباندې نړيوال باور لري او نه افغان ولس. نړيوالو په وار وار له افغانستان سره د مرستو شویو ميلياردونو ډالرو حساب له افغان حکومته وغوښت، چې وریې نه کړاى شو، او افغانستان په نړيواله کچه د مفسدو هېوادونو په سر کې ودرېد.

 د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د افغانستان لپاره استازى یې بايد په دې پوه شي چې افغان ولس د جګړې او سولې  دواړو له اهدافو بې خبره ساتل شوی دى، د سولې له پروسې بې خبره ساتل شوی دى، په افغانستان کې د جګړې له پايلو بې خبره ساتل شوی دى.

 امريکا نه غواړي افغان ولس په دې رازونو پوه شي. ملګري ملتونه هم بايد د امريکا په څېر چلند له افغان ولس  سره ونه کړي.  د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د افغانستان لپاره ځانګړی استازی بايد افغان ولس ته خپل برخليک روښانه کړي.

تر څو چې افغان ولس ته  خپل برخليک نه وي روښانه کړل شوی او هغه چلند چې امريکا یې له افغان ولس سره کوي د ملګرو ملتونو لخوا هم ورسره دوام ولري، په افغانستان کې به جګړې روانې او افغان بې ګناه ولس به پکې وژل کېږي.

په افغانستان کې د روانو هڅو لپاره د سيمه ييزې اجماع او نړيوال ملاتړ نوم اخستل کېږي، خو هغه څه چې د افغانستان لپاره امريکا په پلان کې نيولي هغه عملي کېږي.

په نيويارک کې جوړې شوې تېره غونډه کې د چین، روسیې، پاکستان، هندوستان، ایران، بریتانیا، امريکا، جاپان او اروپايي ټولنې سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې او  په افغانستان کې یې د روانې جګړې د پای ته رسېدا لپاره بحث وکړ. خو د ملګرو ملتونو لخوا هغه تصميم ونه نيول شو کوم چې په افغانستان کې د جګړې د دوام عوامل له منځه پرې وړل کېږي.

د ملګروملتونو د امنيت شورا که غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، لومړی بايد د روانې جګړې عوامل له منځه يوسي، بيا دې له طالبانو د سولې په اړه غوښتنې وکړي.

 د نړيوال ذهنيت په اند، که په افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه يووړل شول، بيا د طالبانو لخوا د اوربند غوښتنې ته هيڅ اړتيا نه ليدل کېږي. ځکه خو وايو چې ترهر څه لومړی بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او ځانکړی استازی د افغان ولس برخليک روښانه کړي او پر هغه د حل ليارې لپاره غور وکړي. بيا به نه افغان ولس، نه نړيوال او نه ياماموتو خواشينى وي.

مخکینې مطلب

په افغانستان کې د اصطلاحاتو او محاوراتو جګړه!

بل مطلب

غور: ښوونکو د پوهنې رياست مخې ته اعتراضيه خيمه وهلې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com