امریکایي او افغان چارواکو د طالبانو پرضد د پراخو تهاجمي عملیاتو دپیل خبر ورکړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۶)
د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې الیس ویلز ویلي ، چې په افغانستان کې د هغو وسلوالو پرضد چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد یواځې په جګړیزه ستراتیژي ټینکار کوي، د پاکستان په همغږي عملیات لا توندوي .
ویلز ویلي، پاکستان ورسره په ګڼو مواردو کې د وسلوالو د ځپلو ژمنې کړې او ښایي داځل یې پرضد ګډ پریکنده عملیات پیل کړي.
په ورته وخت کې بیا د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې دوه ورځې وروسته به د وسلوالو پر ضد په ټول هیواد کې قاطعانه عملیات پیل کړي .
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، چې یواړخیز اوربند یې ختمیږي او په همدې اساس غواړي د طالبانو پرضد پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي.
رادمنش په فراه او نورستان کې د تیرې ورځې لسګونه ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړوند څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې تر ډیره یې هڅه کړې چې اوربند عملي کړي.
د امریکا او افغان چارواکو د جنګ اعلان داسې مهال راځي چې لا هم په ډیری ولایاتو کې د ګډو ځواکونو هوایي اوځمکني عملیات جریان لري او دې لړۍ کوم توقف نه دی کړی.
باید وویل شي چې افغان حکومت په تیر کې هم د ټرمپ د جګړیزې پالیسۍ له اعلان سره جګړه او په سولییزه تګلاره یې د جوړجاړي لار غوره کړې چې د کتونکو په باور افغان حکومت د چارو د مدیریت تګلاره تر امریکایي مشرانو تړلې او مستقل انتخاب نه لري.
طالبانو هم په وار وار ټینګار کړی چې د سولې او جګړې په برخه کې له بې صلاحیته جهتونو سره خبرې نه کوي او له امریکا سره پر مخامخ خبرو یې ټینګار کړی.



