ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۶مه د فنلېنډ په پلازمېنه هلسینکي کې لومړی رسمي لیدنه وکړي.
دا لومړی ځل دی چې ډونلډ ټرمپ او ویلادیمیر پوتین په رسمي غونډه کې سره ویني.
د ۲۰۱۷ز کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، ټرمپ او پوتین یو بل دوه ځله د دوو نړیوالو غونډو په څنډو کې سره لیدلي دي.
ویل کېږي ټرمپ به له پوتین سره د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړیکو په ګډون د یوکراین او سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
واشنګټن له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د یوکراین د کړکېچ له امله پر مسکو ځینې اقتصادي بندیزونه لګولي.















