عراق ۱۳ داعشیان په دار کړل

عراقي چارواکو تیره پنجشبه ناوخته 13 داعشی اورپکي د ترهګرۍ په تور په دار وخیژول، عراقي چارواکو دا اقدام د داعشیانو لخوا د بغداد – کرکوک پر لویه لار د امنیتي ځواکونو او ملي پاڅون د 8 سرتیرو د هغه اختطاف په عکس العمل کې وکړ چې پدې وروستیو کې یې د بغداد په شمال کې تښتولي وو.
د عراق عدلیی وزارت د تیرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې تیره پنجشنبه یې ۱۳ داعشیان د عراق جنوب ته د ناصریی ښار په الحوت زندان کې په دار خیژولي دی، پدې بې سابقه ګام اخیستو سره وزارت د ځینو هغو په دار شویو انځورونه هم خپاره کړل چې د دار په پړو کې ځوړند ښودل کیږي، په اعدام شویو کې د داعشیانو د پخواني خلافت د موصل والي هم و.
د عدلیې وزیر حیدر الزاملي ویلي دی چي د یادو کسانو د دار خیژولو لامل په ترهګریزو اعمالو کې د هغوی وسله وال ګډون، انسان تښتونې، چاودنې او د ملکي خلکو وژل وو.
په تیرو وختو کې هم د عراق عالي محکمې ۱۴ داعشي اورپکي د ترهګرۍ په تور په دار خیژولي وو.
د دار خیژونې دا احکام وروسته له هغې په ناصریه ښار کې صادر او عملي شول چې د عراق صدراعظم عبادي په سملاسي توګه د ترهګرو نه د عادلانه غچ اخیستنې اعلان وکړ، او د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دوی په حق کي نهایی فیصله صادره شوه چې له شک او شبهې پرته یې تایید او تصدیق هم شوی و، او قاطعیت یې درلود.
تیره شنبه د داعش اړوند خبري آژانس أعماق یو ویډیویي کلیپ خپور کړی و او ګواښ یې کړی و چې هغه ۸ تښتول شوي امنیتي سرتیري به ووژني که چیرته عراقي چارواکو د اهل سنت بندیان د ۳ ورځو په اوږدو کې خوشې نکړي.
خو د عراق صدراعظم په ټینګار سره ویلي وو چې تښتول شوي ۸ سرتیري د داعشیانو له ۳ ورځني مهلت څخه ۵ ورځې مخکې وژل شوي وو، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو کې د یادو ۸ وژل شویو په غبرګون عامه خلکو او د وژل شویو ورثه و په پر عراقي صدراعظم سختې نیوکې هم کړي وي او هغه یې د خپلو بچیانو د وژنو مسؤل بللی و.
په عکس العمل کې عراقي صدراعظم د غچ اخیستنې په اعلان سره تیره چهارشنبه پر داعشیانو سخت ګوزارونه وکړل چې یو زیات شمیر یې مړه او ټپیان کړل.
عراقي شیعه عالم سیستاني هم د تیرې جمعي په ورځ د جمعې په خطبه کې پر عراقي چارواکو غږ وکړ څو د پارلماني ټولټاکنو پر ځای د ترهګرو په له مینځه وړلو ترکیز وکړي او عراقیانو ته امن قایم کړي.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



