خپلواک:راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره د مذاکراتو سربیره د سعودي غونډه هم ترسره شي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک نن د پارلمان عمومي غونډې ته غوښتل شوی و او د وکیلانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
خپلواک وویل؛ راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي، خو د وخت او ځای په تړاو یې په دقیق ډول څه ونه ویل.
نوموړي پر خپله ټویټر باڼه لیکلي “ د سولې عالي شورا او حکومت د مخامخ مذاکراتو لپاره کاملا اماده دي او شرایط اماده بولي. – اميد لرو چې طالبان هم د خلکو د هيلو او د حرمينو په احترام اوربند اعلان او مخامخ مذاکراتو ته خپل هئيت معرفي کړي“
هغه د مذهبي فشار په برخه کې د سعودی غونډه هم یاده کړه چې په خبره یې راتلونکې اونۍ به ترسره او د طالبانو روانه مبارزه به له دیني پلوه وڅیړي.
طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې له امریکایانو سره مخامخ مذاکرات کوي اوله بې صلاحیته جهتونو سره یې د خبرو امکان رد کړی.
طالبانو د مذهبي فشارونو په خاطر رابلل شوې غونډې چې امریکایي قوماندان جان نیکلسن یې د ځان ابتکار بولي، استخباراتي بللې او له علماؤ یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې د ملي امنیت یو لوړ پوړي چارواکې د نوم نه ښودولو په شرط خبریال ویبپاڼي ته ویلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د افغانستان د سولې عالی شورا ځینې غړي د سولې په تړاو د ملا رسول په نوم له طالبانو څخه د یوې جلا شوې کوچنۍ ډلګۍ له مشر سره وګوري.
سرچینې ویلي، ملي امنیت شورا له پاکستان څخه غوښتی چې ملارسول ورخوشې او له دوی سره خبرو ته کینوي.



