پنجشیر: طالبانو یوه پوسته نیولې او ۲ عسکر یې ژوندی نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۴)
راپورونه وایي چې طالبانو د پنجشیر ولایت په دره عبدالله ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته نیولې او ګڼ مهمات یې له ځانه سره وړي.
سرچینې وایی؛ یو شمیر عسکرو د طالبانو له برید سره همهاله پوسته پریښې خو ځینې نور بیا ژوندي طالبانو ته په لاس ورغلي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې د پخلي ترڅنګ وایي؛ پوسته یې په ټولیزه توګه نیولې او په خبره یې چې “ ۲ تنه پولیس ژوندي نیول شوي ، پاتي نور په ډیر بدحالت کې په تیښته تللي او وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي“

د طالبانو سرچینو ویلي چې نیول شوی امنیتي کسان یې خپلو خوندي سیمو ته رسولي.
د پنجشیر ځایي چارواکو په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.
باید وویل شي چې پنجشیر د هیواد په کچه امن ترین ولایت بلل کیږي خو د وسلوالو طالبانو سږنيو عملیاتو د دې ولایت امنیتي تدابیر هم له ننګونو سره مخ کړي .
د پوځي چارو کار پوه جاوید امرخیل د طالبانو د “الخندق“ عملیات خطرناک بولي او زیاتوي چې، طالبان غواړي داځل هغه اهداف په ډیره ساده او مرموزه توګه په نښه کړي، کوم چې لاس رسی یې ورته ستونزمن و.



