(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د غور ولایت چارواکي وايي، طالبانو د دولينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې د “شاه جوی” مهمه سيمه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي تاييدوي، چې طالبانو په ياده سيمه کې ځينې پوستې سقوط کړي او ياده سيمه يې نيولې ده.
د خطيبي په خبره، په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د نښتو په ترڅ کې له دواړو غاړو له لسو زيات کسان وژل شوي دي.
د غور د ولايتي شورا غړي محمد مهدوي رسنيو ته ويلي، د تېرې شپې د شاه جوی سيمې په نښتو کې څلور عسکر وژل شوي، له پنځو زيات ټپيان دي او يو شمير طالبانو ژوندي نيولي دي.
د مهمدوي په خبره، اوس مهال د شاه جوی سيمې د بيرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي او په سيمه کې د دواړو خوا تر منځ درنه جګړه روانه ده.
تر اوسه طالبانو د دغو بریدونو او د يادې سيمې د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د غور د امنيې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي د طالبانو له لوري د يادې ولسوالۍ د “خواجه ګان” ستراتيژيکې سيمې د نيولو خبر هم ورکړی و.
يادې سيمې ځکه مهمې بلل کېږي چې په نيولو سره يې طالبان کولی شي د مرکز او شپږو ولسواليو لارې د دولتي ځواکونو او منسوبينو پر مخ وتړي او فيروزکوه ته نږدې خپل فعاليتونه لا ډير کړي.















