طالبانو د ”رښتیني مېړني ۳“ په نوم نوی ویدیویي اصدارخپور کړ.
طالبان وایي چې په دې فلم کې یې د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لاملونه همداراز یې د هغوی د عروج عوامل ښوودلي.
تر څنګ یې دا راوړل شوي چې څرنګه مسلمه امت کولی شي د خپل برم عظمت بیرته ترلاسه کړي.
یاد فلم چې د طالبانو اړوند د ”منبع الجهاد“ سټودیو لخوا جوړ شوی، په کې د طالب جنګیالیو د پوځي زدکړو ځینې صحنې هم راوړل شوې .
فلم چې شاوخوا ۲۱ دقیقې وخت نیسي د ترانو سره یوځای په ګرافیک او ډیزاین جوړ شوی.
ویډیو دلته کتلای شئ:


















