د ژغورنې ټلوالې د حکومت پر وړاندې نوی دریځ نیولی

نن د ملي نجات یا ژغورنې ایتلاف غړو په بلخ کې د یوې ناستې په ترڅ کې د حکومت پر پالیسیو د نیوکو تر څنګ یو لړ نوی وړاندیزونه وکړل.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي ډلې اجرایه مشر عطامحمد نور وویل، جنرال دوستم باید ژر تر ژره هیواد ته راستون شي “قومي یووالی په افغانستان کې زیانمن شوی او هیڅوک د چا د تبعید حق نلري“
نوموړي ګواښ وکړ چې که حکومت د دوستم په را ستنولو کې نوره هم ناغیړي وکړي، دوی به یې په خپله راستون او خپل مقام باندې وټاکي.
نوموړي د جنرال نظام قیصاري نیول کیدل هم وغندل او په حکومت یې د بې کفایتي تور ولګاوو.
په ناسته کې د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق هم ګډون درلود، نوموړي د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم وزیران بې واکه وبلل او زیاته یې کړه چې، ارګ دې یا اجرایه ریاست په رسمیت وپیژني، یا دې هم د دریم مرستیال څوکۍ زیاته کړي.
دوی دغه راز وویل چې روانې ستونزې ورته د زغملو نه دي او غوښتنه یې وکړه چې سملاسي باید موقت حکومت جوړ، په همدې موده کې دې د بریښنایي تذکرو ویش ،د اساسي قانون تعدیل او تر څنګ یې لویه عنعنوي جرګه دایره شي، تر څو واک په شفافه توګه وړ شخص ته ولیږدول شي.



