شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکا اخېر سولې ته مجبوره شوه!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 19, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
425
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پر افغانستان د امریکا د یرغل په لومړیو کلونو کې طالبانو یوازې دوه انتخابه لرل. یا به وژل کېدل او یا به هم زندانونو ته اچول کېدل. تر ۲۰۰۹ز کال پورې امریکا بیا هم د هماغه لومړي وخت انتخاب طالبانو ته ورکړی و. طالبانو په وار ـ وار له امریکا سره د افغانستان د شخړې د هواري له پاره د سولې خبرو وړاندیزونه وکړل؛ خو امریکا به حتا ځواب نه ورکاوه. کېدای شي د امریکا له‌پاره داد پېغور او یا شرم خبره وه، چې له طالبانو سره خبرې وکړي. ځکه  امریکا په تېر تاریخ کې له هېڅ وسله‌والې ډلې سره د سولې خبرې نه دي کړي، بلکې تل یې په جګړه ټینگار کړی و/ دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو وروسته مخکېني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له امله دغه دفتر وتړل شو. خو په ۲۰۱۴ کال کې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې د یوه امریکايي پوځي «باوبرگډال» تبادلې د سولې هیلې بیا ژوندۍ کړې او د امریکا په تاریخ کې لومړۍ تبادله له هغه ډلې سره وشوه، چې د وژلو له‌پاره ۱۶۰۰ کیلومتره مزل کړی و.  دغه هیلې بیا تر خاورو لاندې شوې او امریکا بیا هم خبرو ته چمتو نه شوه او جگړې نور هم زور واخیست.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

طالبانو له لومړي سره ویل، چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي، ځکه د افغانستان د اوسنۍ جگړې ټول تمویل امریکا کوي او د افغان حکومت د واک واگې هم د امریکا په لاسونو کې دي. که طالبان او افغان حکومت یوې هوکړې ته هم رسېدلی وای؛ نو کومه پایله یې نه لرله. ځکه د امریکا په موجودیت کې د دواړو اړخونو تفاهم بې پایلې وو.

امریکا، ناټو او نړیوالو ملاتړو یې داسې ډنډوره غږوله، که امریکایان ووځي، نو په افغانستان کې به یو ځل بیا کورنۍ جگړه پیل شي. خو د تېر اختر په دوه اړخیز اوربند کې ثابته شوه، چې افغانان خپل منځ کې هېڅ اختلاف نه لري او د طالبانو مخالفت له افغان حکومت سره یوازې د امریکایانو له امله دی. د تېر اختر په اوربند کې په ټول هېواد کې یوازې دوه امنیتي پېښې وشوې، چې مسوولیت یې هم داعش ومانه.

د داعش له حضور او ملاتړ نه اوس ټوله نړۍ خبره ده، چې دغه ډله څوک تمویلوي او څوک یې تر شا ولاړ دي. په افغانستان کې د امریکا اوسنیو او مخکېنیو جنرالانو له دې وړاندې داعش ته پوره کمپاین کړی و او دلته یې د خلکو ذهنیتونه له دې ډلې سره اشنا کړي وو.

طالبان اوس باید څه وکړي؟

د جولای پر ۱۵مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ټرمپ له قوله لیکلي وو، چې ټرمپ خپلو لوړ پوړو ډیپلوماتانو ته امر کړی، چې له طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې پیل کړي. طالبانو د ټرمپ له اعلان وروسته له امریکا سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښود. د سولې هیلې بیا ژوندۍ شوې او که دا ځل امریکا په شا نه شي، نو سوله به ډېر ژر راشي او خبره به یوه طرفه شي.

طالبان باید د امریکا پر حکومت د عامو امریکایانو په زور خپل سیاسي فشار ته ادامه ورکړي. د روان کال په فبروري کې طالبانو امریکایانو ته یو لیک ولېږه، چې د امریکا په سیاست کې یې د پاموړ بدلون راوست. د طالبانو لیک د امریکا په کانگرېس او سنا مجلس کې بحثونه راپورته کړل او له حکومت یې وغوښتل، چې باید له طالبانو سره خبرې وکړي. د طالبانو تېر لیک ډېر اغېز وکړ او د امریکا اوسنی انعطاف پایله هم کېدای شي د تېر لیک اغېز وي.

امریکا، افغان حکومت او طالبان د سولې نوی باب باید بند نه کړي او څومره چې ژر کېږي، باید د سولې خبرو ته سره کېني. امریکا که په افغانستان کې اوولس کاله نوره هم جگړه وکړي، بیا به هم کومه ښکاره لاسته راوړنه نړۍ ته ونه ښيي، ځکه امریکا بغیر له خپلې ماتې او د اداري فساد په برخه کې د نړۍ پنځم نمبر هېواد افغانانو ته په میراث پرېښی دی، چې د دومره امریکايي مرستو سره ـ سره بیا هم له نیمايي ډېر خلک په لوږه ویده کېږي.

طالبان باید د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې وکړي. روسیه او چین دواړه هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره لېوالتیا نه لري، ځکه د دوی په موجودیت کې د دواړو هېوادونو کورنۍ امنیت له گواښ سره مخ دی او طالبانو ته ښه موکه ده، چې دغه دواړه هېوادونه هم له ځان سره ملگري کړي.

امریکایان دې خپل اوولس کلن تاریخ بیا وگوري!

د امریکا حکومت د خپلو عوامو څخه ملا ماتوونکې مالیه اخلي او د مالیې ډېره برخه په افغانستان کې په جگړه مصرفېږي، خو دلته بیا هم نه امنیت شته، نه کار شته او نه اداري فساد ورک شوی؛ بلکې د امریکایانو له راتگ سره هر څه سرچپه روان دي. امریکایان باید پر خپل حکومت فشار راوړي، چې نور په افغانستان کې خپله جگړه پای ته ورسوي. د اوسنۍ جگړې دروند بار نور د امریکايي ولس له وس پورته دی، چې پایله یې تراوسه له صفر سره ضرب ده او باید نور له افغانستانه د وتلو یوه معقوله لاره وگوري. که د امریکا اوسنی ولسمشر د تېرو ولسمشرانو تېروتنه تکرار کړي، نور تاریخي تېروتنه به یې کړي وي.

لوی ټکي: امریکاخالد روانطالبانله طالبانو سره د سولې خبرېمهم
مخکینې مطلب

جنبشیانو پر کابل د بریښنا پریکولو ګواښ وکړ,ارګ لا هم چوپ دی

بل مطلب

داعش ډلې کنړ کې دولس ماين پاکان تښتولي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com