لویه څارنوالۍ: سلګونه افغان بنديان به له ايران او تاجکستان څخه راولېږدول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې سلګونه هغه افغان زندانيان چې په ايران او تاجکستان کې نيول شوي ډير ژر به هېواد ته راولېږدول شي.
د لويې څارنوالۍ د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز وايي: “دا مهال په ايران کې څلور زره زندانيان لرو، چې له ډلې يې د زر زندانيانو اسناد تنظيم شوي، شپږ سوه درويشت تنه يې هېواد ته ستانه شوي، دغه راز په تاجکستان کې يوسل څلور اويا زندانيان تيار شوي چې افغانستان ته راولېږدول شي”.
د افغانستان او ايران تر منځ په ۱۳۷۸ کال کې د زندانيانو د تبادلې هوکړه لاسليک شوې چې د يادې هوکړې پر اساس تر دې دمه سلګونه زندانيان افغانستان ته لېږدول شوي، او له تاجکستان سره په ۱۳۷۹ کال د بنديانو د تبادلې هوکړه شوې چې تر اوسه پنځه سوه اتيا بنديان افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
د وروستيو راپورنو له مخې، په ايران کې لسګونه افغان زندانيان اعدام شوي او ډيری نورو باندې د بېلابېلو جرمونو پر اساس د اعدام حکم شوی دی.
خو د لويې څارنوالۍ د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز وايي، زمونږ ديپلوماتان د بنديانو لپاره ډير چټک اقدام کوي، هروخت چې د بنديانو اسناد مونږ ته رسېږي مونږ سمدستي په کار پيل کوو، زياتوي چې هر هېوادوال چې په کوم هېواد کې زنداني وي په هغه هېواد کې دې د خپل سفارت سره د خپلوانو له لارې رابطه وکړي او يا دې په افغانستان کې لويې څارنوالۍ ته عريضه وسپاري ترڅو يې مشکل حل شي.
د ايران، تاجکستان او روسيې سربيره سلګونه افغانان په پاکستان او عربي هېوادونو کې هم بنديان دي خو مسئولينو يې تر اوسه په اړه اقدام نه دی کړی.



