(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳۰)
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ښار او اړوندو سیمو د امنیت د خوندیتابه په خاطر یې د افغان ګډوځواکونو څخه تشکیل شوی ګارنیزیون جوړ کړی.
چارواکي وايي، په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده.
د دې ولایت د امنیه قومندان فرید احمد مشعل نن په دې تړاو را بلل شوې غونډې ته وویل، موخه یې د غزني په ښار کې د وسلوالو ډلو مخنیوی او زورواکو ځپل دي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د یاد ګارنیزیون ځواکونه به د نورو ځواکونو په خلاف خلکو ته ستونزې نه جوړوي.
دغه راز به یاد ګارنیزیون ځانګړې امنیتي شمیره ولري چې د خلکو د شکایاتو لپاره به تر ډیره فعاله وي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزی د ګارنیزیون فعالیت مؤثر بولي او زیاتوي چې دا ځواک به د ښار د امنیت په خوندیتابه کې ښه رول ولوبوي.
خو ځایي خلک بیا وایي چې دا ځواکونه ښایي د سیمیزو ملیشو په څیر خپلسری رول ولوبوي او غزني ښاریانو ته به جدي ستونزې جوړې کړي.















