کندوز: د دولتي ځواکونو په هاوان بريد کې لس ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)
د کندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هاوان بريد کې د مېرمنو او کوچنيانو په ګډون لس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن غرمه د يوولس بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط په آق تېپې سيمه کې رامنځته شوې ده.
په ولايتي شورا کې د قلعه ذال د خلکو استازی سيد اسدالله سادات وايي، د هاوان دغه مرمۍ د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوې او په يوه کرنيزه ځمکه کې لګېدلې چيرته چې ښځو او ماشومانو په پټيو کې کار کاوه.
د سادات په وينا، په دې پېښه کې دوه مېرمنې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان دي چې ټول ولسي خلک دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې درې کورونه بمبار کړل چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون له شلو زيات ملکي وګړي ووژل شول.
ډير کرته دولتي او بهرني ځواکونه له طالبانو سره د جګړو پر وخت پر کليوالو او ګڼ ميشتو ولسي ځایونو د هاوان، توپونو، درنو وسلو او بمباريو څخه کار اخلي چې له کبله يې په لوړه کچه ملکي تلفات رامنځته کېږي.



