میدان وردګ کې اعتراض کوونکو د ولايت مقام دروازه وتړله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)
نن سهار د ميدان وردګ ولايت سلګونه اوسېدونکو د اعتراض په توګه د ولايت مقام په ګډون د ټاکنو سيمه ييز کمېسيون دفتر او د کابل- غزني لويه لاره هم وتړله.
اعتراض کوونکي غوښتنه کوي چې په رسمي ادارو کې دې دغه ولايت د “میدان وردګ” په نوم ياد شي او حکومتي ادارو کې دې عدالت په نظر کې ونيول شي زياتوي چې د د دغه ولايت پوهنتون دې هم د دشتي توپ سيمې ميدان ښار ته راولېږدول شي.
د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، اعتراض کوونکو يو لوی کانتينر د ولايت مقام دروازې مخې ته ايښی او د والي دفتر يې تړلی دی.
اعتراض کوونکي وايي، تر څو يې چې غوښتنې ونه منل شي تر هغې به د والي دفتر، د ټاکنو کمېسيون دفتر تړلي او ځينې نورې دولتي ادارې به هم وتړي.
د اعتراض کوونکو په وينا، د دغه ولايت لپاره د ښاروال په ټاکلو کې بې عدالتي شوې زياتوي چې دوه نوماندانو له ظريفه غفاري څخه زياتې رايې وړي خو بيا هم د دغه ولايت لپاره ياده مېرمن ښارواله ټاکل شوې ده.
ټاکل شوې وه چې نن د دغه ولايت لپاره ظريفه غفاري د ښاروال په توګه په رسمي توګه معرفي شي خو د ولايت دروازې تړلو د هغې د معرفي کېدو مراسم ځنډولي دي.
د ميدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان وايي، له اعتراض کوونکو سره يې خبرې روانې کړي او غوښتنې به يې مرکزي حکومت ولېږي.
د افغانستان د سیمهيیزو ارګانونو له لوري په لېږلشویو مکتوبونو کې دغه ولایت ته د “وردګ” او ځينو هغو کې د “میدانوردګ” کلمه کارول شوې؛ په همدې بنسټ ځينې ولایتي واحدونه او ادارې په رسمي چارو کې د دې ولایت لهپاره د “وردګ” او یو شمير بیا د “میدانوردګ” کلمه کاروي.



