نړیوال بانک د ماليې وزارت سره د ۳۵۰ ميليونه ډالرو مرستو تړون لاسليک کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۸)
نړیوال بانک د ماليې له وزارت سره د درې سوه پنځوس مليونه ډالره د وړيا مرستو تړون لاسليک کړ.
د افغانستان د ماليې وزارت سرپرست محمد همايون قيومي وايي، دغه پيسې به د ملي بوديجې له لارې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د خلکو اړتياوو د پوره کولو لپاره ولګول شي لکه: ” د لوږې د کچې په کمولو، د اقتصادي ودې او مالي مديريت د ښه والي لپاره.”
د یاد تړون د لاسليک پر مهال د جنوبي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارټوګ شيفر د ماليې وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه پيسې په شفاف ډول د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ولګول شي.
که څه هم افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ميلياردونه ډالره مرستې شوي خو وروستي راپورونه ښيي چې د امريکا په ګډون ميلياردونه ډالره مرستې ضايع شوي او ډيری يې، فسادګرو، زورواکو او چارواکو جيبونو ته اچولي دي.
د نړيوال بانک د وروستي راپور پر اساس، په افغانستان کې له نيمايي زيات خلک د بي وزلې تر کچې لاندې ژوند کوي.
دغه راز د افغانستان د احصائيې د مرکزي ادراې د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د بې کارۍ کچه په سلو کې څلورويشت او د بې وزلۍ کچه څلورپنځوس ته لوړه شوې زياتوي چې په سلو کې څلورڅلوېښت سلنه افغانان د خوراکي توکو د خونديتوب له نشتوالي سره مخ دي.
په افغانستان کې بې کاري، فقر او بې وزلي د دې لامل شوي چې هره مياشت سلګونه افغانان خپل هېواد پرېږدي او په سختو لارو د اروپايي هېوادونو په تکل د مزدورۍ لپاره ووځي خو له دغه ډلې ډيری يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.


