طالبانو د هېواد شمال کې د ”داعش مرکز“ ونیو
سرچینې وايي چې طالبانو تر څو ورځو سختو نښتو وروسته د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې سټراټيژیکه سیمه، سردره، چې د داعش ډلې ”اصلي مرکز“ بلل کېږي، نیولې ده.
دا سرچینې وايي چې طالبانو تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته، تېره ورځ (زمری ۷) ناوخته، د داعشیانو تر واک لاندې پر دې سیمه پراخ عملیات پیل کړل، چې ګڼ شمېر داعش جنګیالي پکې ووژل شول او ۱۱ تنه نور داعشیان طالبانو ژوندي ونیول.
• جوزجان: د طالبانو او داعش نښتې، د امريکايانو ملاتړ او داعش وسله والو تسليمېدل
طالبانو رسماُ تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، طالبانو له تېرو ۳ اوونیو راهیسې د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي، چې تر دې دمه یې پراخې سیمې له دې ډلې نیولې دي.
• جوزجان کې یو قومندان او لس داعشیان طالبانو ته تسليم شوي
په دې وروستیو کې، طالبانو د داعش ډلې د تصفیه کولو لپاره په هغو ولایتونو کې عملیات پیل کړي چې داعشیان پکې حضور لري.
تر دې وړاندې، د تیرې جون میاشتې په ۲۱مه، طالبانو ویلي و چې د لغمان الینګار ولسوالۍ یې له داعش جنګیالیو تصفیه کړې او د دې ډلې ګڼ شمېر جنګیالي یې وژلي دي.



