(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)
څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د کډوالو چارو پر رياست له چاودنو وروسته بريد پيل شوی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د يوولسو بجو په شاوخوا کې يوه بريدګر په د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د خوږياڼي په وينا، له لومړۍ چاودنې وروسته نور په وسلو سمبال بريدګر چې شمير يې تر اوسه معلوم نه دی ياد رياست ته داخل شوي دي.
نوموړی زياتوي، دا مهال د بريد کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
د دریمې امنیتي حوزې اړوند د عامې روغتیا او کډوالو ریاست ترمنځ پر غځېدلي سړک لومړی دری چاودنې وشوې او وروسته وسله وال بريدګر دغه رياست او د ملګرو ملتونو پر سيمه ييز دفتر بريد پيل کړ.
د کډوالو ریاست مالي او اداري مسؤول عوض خان بشارت وایي، برید هغه مهال وشو چې په ياد رياست کې له مرسته کوونکو بنسټونو سره د مرستې په اړه غونډه روانه وه.
د بشارت په وينا، په غونډه کې د بېلا بېلو مرسته کوونکو بنسټونو استازو ګډون درلود او د راستنېدونکو پر چمتوالي خبرې کېدلې.
ويل کېږي په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
تر اوسه د برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
درې ورځې مخکې هم د جلال اباد ښار د عامې روغتيا رياست مربوط د قابله ګانو د روزنې پر يوه مرکز بريد کې نږدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تر هغې مخکې د پوهنې پر رياست وسله وال بريد شوی و چې پړه داعش ډلې منلې وه.
د وروستي بريد په اړه به جزيات وروسته پر ليکه شي…
















