هیواد:
آيا د ولسواليو شوراګانو انتخابات لغوه کېږي؟
شناند:
ځکه چې د ټرمپ د تازه قوماندې سره سم به افغان لاسپوڅي ځواکونه نور له ولسوالیو تښتې نو طبعا به انتخابات هم لغوه کیږي.
اصلاح:
آيا افغانستان د يوې بلې غميزې تل ته پرېوځي؟
شناند:
طبعاً! چې د پردیو په زور، زرو او تزویر سره پرې لاسپوڅي حکومتونه تپل کیږي حتما د غمیزو تل ته پریوځي.
ویسا:
ولس شعار ته نه، چلند ته ګوري
شناند:
خو ځینې نور په ړندو سترګو شعارونو پسې منډې وهي.
اراده:
لوى ائتلاف… خو!!
شناند:
خو بې انرجي او بې آب ائتلاف
سرنوشت:
د افغانستان د بربادۍ لپاره؛ د ټرمپ سټراټېژي ريښتيا هم بريالۍ ده
شناند:
دقیقاً، ځکه چې عملا یې ټول په غړیدلو سترګو ويني.
د ننګرهار وکیلان:
په ننګرهار کې مېشت بهرني ځواکونه د داعش د ځپلو په پلمه ملکي خلک وژني
شناند:
ایله چې 18 کاله وروسته د وکیل صاحبانو سترګو کار وکړ!
د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې شبکه:
تر اوسه د انساني قاچاق پرضد د مبارزې میکانیزم نه شته
شناند:
ځکه چې شبکه تر اوسه د قاچاق له میکانیزم نه نده فارغ شوی
ملا تره خېل:
د ناقانونه وسله والو او د ځمکو د غصب په اړه را باندې لګېدلي تورونه حقیقت نه لري
شناند:
ملا صیب! مه خفه کیږه! ځکه چې پر دوستم د ایشچي تور ثابت نشو نو پر تا به دا کوچنی غصب څه ثابت کړای شی.
مقامات محلی جوزجان:
در درگیری میان طالبان و داعش در جوزجان ۱۹ تن کشته شدند
مبصر:
این یک اعلان تجارتی بود.
ویسا:
يوه خطرناکه لوبه
شناند:
او هغه دا چې له واشنګټن نه د ټرمپ په خوله افغان ځواکونو ته د شاتګ قومانده وشوه.
هیواد:
د طالب – امريکا مذاکرات
شناند:
د سولې ریښتینی بنسټ، که صداقت موجود وي
ویسا:
د پاکستان نوی حکومت او پر وړاندې يې پرتې ننګونې
شناند:
او هغه دا چې طورخم به دړې وړي شي، که صداقت وښودل شي.
اصلاح:
زړې څېرې او نوى سياسي سفر؛ له کوم تعهد سره؟
شناند:
د پاټک سالارۍ او شر او فساد له تعهد سره.
د بغلان قومي مشران:
نړیوال ځواکونه د جګړې اصول نه مراعاتوي او عام خلک وژني
د جګړې د اصولو مراعات د انسانانو کار دی، له وحشیانو دا تمه کول لیونتوب دی.
















