روسيه: د هليکوپتر نسکورېدو پېښه کې اتلس کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)
په روسيه کې يوې مسافر وړونکې هليکوپتر د نسکورېدو له کبله اتلس کسان وژل شوي دي.
پېښه نن سهار د اګارکا ښار په نږدې دوه سوه کيلو مترۍ کې د کراسنويارسک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ټي آرټي د خبر له مخې چې وايي، دغه MI-8 ډوله هليکوپتر وه او احتمال لري چې وزر يې د بلې هليکوپتر سره ټکر شوی وي او لوېدلې وي خو تر اوسه د دوهمې هليکوپترې د نسکورېدو په اړه رسنيو څه نه دي ويلي.
سرچينه وايي، چورلکه له پورته کېدو څو شيبې وروسته په ځمکه ولوېده او اور يې واخيست.
د روسيې د تاس اژانس ويلي، ښايي چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوې وي زياتوي په هليکوپتر کې اتلس کسانو شتون درلود چې درې تنه يې د دغه چورلکې عمله او پنځلس مسافرين و چې ټولو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.



