د فراه او زابل ولسونه:د ګډوځواکونو وروستي بریدونه نور د زغملو نه دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۳)
د فراه او زابل ولایتونو سلګونو ولسونو په دو جلا غونډو کې د ګډو ځواکونو له خوا د شپنیو چاپو پرضد شعارونه ورکړل او پر دولت او نړیوالو ځواکونو یې ژغ وکړ، چې دا ډول ړندې بمبارۍ او عملیات ورته نور د منلو نه دي.
راپورونه وایي، نن دفراه ښار دامام ابوحنیفه په مسجد کې علماوو قومي متنفذینو، دمدارسو دشاګردانواو عامو خلکو د وروستیو تحولاتو په تړاو پراخه غونډه وکړه.
ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د اوږدمهال پروژو چارې دې ژر تر ژره پیل او په سیمه کې دې د طالبانو په نوم د ولسي خلکو پر کورونو، روغتیایي او ښوونیزو مراکزو او عام المنفعه تاسیساتو چاپې او ړندې بمبارۍ بندې کړي.
دغه راز یې د بهرنیانو د وتلو، د اخلاقي فساد او رسنیو له خوا د فحشاء د ترویج پرضد هم ژغ پورته کړ.

د غونډې برخوالو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د بخش آباد د بند او ټاپي پروژې په ګډون د ټولو ټولګټو پروژو د پیل پر وړاندې شته خنډونه باید له منځه یوسي.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې، د زابل ولایت ولسونو هم په یوه اعتراضیه لاریون کې د ګډوځواکونو شپنۍ چاپې غندلې او د توقف غوښتنه یې کړې.
ولسونو د خپلو غوښتنو په لړ کې وویل “ نوردي زموږ پر کلیو اوکورونو چاپې نه وهل کیږي اوعام اولس ته دي دموټرسائکلونو دچلولو اجازه ورکړل شي “
راټولو شویو کسانو چې شمیر یې سلګونو تنو ته رسیده، ګواښ وکړ چې، که غوښتنې یې ونه منل شي خپل لاریونونه به لا پراخ او د حکومت پر وړاندې به پر جدي اقداماتو لاس پورې کړي.
د حکومت پر وړاندې د ولسي خلکو دا اعتراضي پاڅونونه داسې مهال مخته راځي ، چې په دې وروستیو کې د ګډوځواکونو له خوا د افغانستان په مختلفو نقاطو کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې .



