طالبان: د قطر دفتر په تړاو خپاره شوي راپورونه، ”ددښمن د استخباراتي ارګان پروپاګند دی“
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۳)
طالبانو د ځینو رسنیو له خوا هغه خپاره شویو راپورونو ته توند غبرګون ښودلی چې ګواکې د قطر د دفتر استازو او د طالب مشرانو تر منځ اختلاف رامنځته شوی دی.
طالبانو ویلي، ”موږ دغه بې اساسه راپور او تورونه په کلکه ردوو. د اسلامي امارت مسئولین الحمدلله سپېڅلي او متعهد خلک دي، نه له مشرتابه سره کوم اختلاف لري، نه يې هم په خپلو کارونو کې د خپلو مشرانو له اجازې پرته کوم ګام اخیستی دی.“
څو ساعته وړاندې د پژواک او تاند په ګډون ځینو رسنیو د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله خبر خپور کړ چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر، شیر محمد عباس ستانکزي، له افغان چارواکو سره په سعودي او اماراتو کې کتلي، چې تر کتنې وروسته د دفتر د استازو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ جنجالونه راپارېدلي او د قطر دفتر ته د نوي مشرتابه د معرفي کولو پلانونه هم په پام کې نیول شوي دي.
خو طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د قطر د استازو ننګه کړې او په وینا یې چې ”د شېر محمد عباس ستانکزي صاحب په ګډون د دفتر ټولو غړو په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت له اصولو او داعيي څخه کلکه دفاع کړې، له نړیوالو جهتونو سره يې بریالي تماسونه ټینګ کړي او په بین المللي سطحه يې د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي، چې له امله يې د اسلامي امارت د رهبرۍ د اعتماد وړ ګرځېدلي او تراوسه پورې په اطاعت او اخلاص سره د اسلامي امارت سیاسي برنامي پرمخ وړي.“
طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد، د رسنیو د دې راپورونو د خپرېدو لامل دا ښیي چې دفتر یې په دې وروستیو کې په سیاسي ساحه کې لويې لاسته راړونې ترلاسه کړې دي.
د ده په خبره، ”د ذلیل دښمن استخباراتي کړیو هم د شخصیت وژنې هڅو ته زور ورکړی دی. کله د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په مشرتابه او غړو پسې بې اساسه تورونه پورې کوي، کله د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو غلط راپورونه خپروي او کله نورو پوچو تبیلغاتوته لاس اچوي.“
طالبانو یو ځل بیا ویلي چې ټول کارونه به یې د شریعت په چوکاټ کې د اطاعت او فرمانبردارۍ په اساس ترسره کیږي او له خپلو افرادو او متعهدو ولسونو یې غوښتي چې په خپلو مشرانو باندې حسن ظن او کلک باور ولري. ”په دښمن پورې د اړوندو مراجعو پروپاګند ته هيڅ ارزښت ورنه کړي.“
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ طالبانو پسې دا ډول خبرونه نشروي، تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته هڅې شوې چې د طالبانو له خوا وخت پر وخت رد شوې او کوم حقیقت یې هم نه دی موندلی.


