د حزب اسلامي غړی غيرت بهیر انتصابي سناتور ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۵)
په نړیوالو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه دحزب اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا د غړي امین کریم تر ټاکل کېدو وروسته تازه د دغه ګوند یو بل غړی غيریت بهير د فريدې کوچې پر ځای انتصابي سناتور ټاکل شوی دی.
که څه هم تر دې مخکې د حزب اسلامي د رهبرۍ غړو په خپلو ويناګانو کې ويلي و چې دوی به په حکومت کې ګډون ونه کړي خو ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي نوې ګومارنې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوي توافق پر اساس کېږي.
ويل کېږي چې د دغه ګوند يو شمير نور غړي هم د انتصابي سناتورۍ لپاره وړانديز شوي او ښايي ډيری غړي يې د حکومت پر مرکز او ولايتونو کې پر دندو وګمارل شي.
څو ورځې مخکې ويل شوي و، چې غیرت بهیر او باختر امین زی په ملي شورا کې د انتصابي سناتورانو په توګه شارت لېست شوي دي.
د شنونکو په باور حکومت دغه چاره د لوی ملي اېتلاف تر اعلان وروسته او د حکومت ځينې سياسي مخالفينو د فشار واردولو په موخه ترسره کړې ده.
د افغانستان د مشرانو جرګه ټول ۱۰۲ غړي لري چې د ۳۴ولایتونو او ولسوالیو له شوراګانو یو-یو استازی انتخابیږي او پاتې درېیمه برخه یې ولسمشر انتصابوي.
د اساسي قانون له مخې هغه سناتوران چې د ولایتي شوراګانو له خوا مشرانو جرګې ته استول کیږي د کار موده یې څلور کاله ده ، هغه سناتوران چې د ولسوالیو د شوراګانو په استازیتوب مشرانو جرګې ته لاره مومي د کار موده یې درې کاله او هغه سناتوران چې د جمهوررئیس له خوا په انتصابي توګه غوره کیږي د کار موده یې پنځه کاله ده.



