پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ديني عالمان: د طالبانو روانه مبارزه “جهاد”، امريکا او ناټو دې خپل پوځيان وباسي

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 7, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
932
ځلې شریک شوی
96
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)

د هېواد نږدې څلور زره علماوو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو د روانې مبارزې ملاتړ کړی او هغه يې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې “برحق جهاد” بللی.

دا هم ولولئ

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د دیني عالمانو دغه غونډه چې د زمري د مياشتې په څوارلسمه نېټه د بلوچستان ايالت په کوچلاک سيمه کې د هېواد د سترې روحاني کورنۍ حضرت احمدامین جان مجددي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه پکې د هېواد له بېلابېلو سيمو شاوخوا څلور زره عالمانو، مخورو او د مدرسو استادانو ګډون کړی و.

ديني عالمانو په افغانستان کې د سوچه افغان شموله اسلامي نظام غوښتنه کړې او په هېواد کې ميشت بهرني پوځيان يې اشغالګر او د هغوی پر وړاندې وسله واله مبارزه يې “برحق جهاد” بللی، له مسلمانانو يې غوښتي چې د طالبانو ملاتړ او حمايت وکړي.

دغه راز ديني عالمانو په کابل او جده کې د ديني عالمانو په نوم جوړې شوې غونډې د امريکايانو او د کابل چارواکو په اشاره ترسره کېدونکې ناستې بللي او هغه يې رد کړي، د امریکا او ناټو په شمول له ټولو هېوادونو يې غوښتي چې له افغانستان څخه دې خپل پوځيان وباسي په وينا يې ” د دوی پوځي یرغل دلته د جګړې اساسي عامل دی”.

ديني عالمانو د غونډې په پای کې يو پريکړه ليک خپور کړی چې يوولس مادې لري، لاندې يې کټ مټ خپروو:

د موجوده حالاتو په اړه د حضرت احمد امین جان مجددي صاحب تر صدارت لاندي د علماء کرامو او روحانیونو د لویې اجتماع پریکړه لیک:

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي نور قلوب المؤمنین بنور الایمان و شرح صدور العارفین بانشراح الایقان و الصلوة و السلام علی محمد سید المرسلین و علی آله و اصحابه أجمعین. قال الله تعالی: يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا. يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما. صدق الله العظیم

موږ د افغانستان علماء، روحانیون او مشائخ د دې لویې غونډې په نمایندګۍ د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه خپل شرعي موقف په لاندې ډول اعلانوو.

 ۱ــ موږ په افغانستان کې یو سوچه اسلامي‌ او افغان شموله نظام چې د افغانستان ټول اقوام ورپکې ګډون ولري، غواړو.

 ۲ــ په افغانستان کې د اشغالګرو امریکایانو او دهغوئ د متحدینو په ضد روانه مقدسه مبارزه برحق جهاد دی، حمایت او ملاتړ یې د هر مسلمان فریضه ده.

 ۳ــ له امریکا، د ناټو له غړو هیوادونو او ټولو هغو حکومتونو چې په افغانستان کې پوځیان لري، په کلکه غوښتنه کوو چې خپل پوځیان دې له افغانستانه وباسي، د دوی پوځي یرغل دلته د جګړې اساسي عامل دی، دوی باید افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې د اسلام له لارښوونو سره سم ازاد ژوند وکړي.

 ۴ــ په دې وروستیو کې چې په اندونیزیا، کابل او جده کې د علماء وو په نوم غونډې ترسره شوې او په افغانستان کې د اشغالګرو په ضد روانه مبازه او جهاد یې ناروا جګړه او فتنه وبلله، موږ دا ډول غونډې او پریکړې په کلکه ردوو، دا غونډې خپلواکه نه دي د امریکایانو او کابل ادارې د چارواکو په اشاره او غوښتنه ترسره کیږي

. ۵ــ په ټولو هغو علماوو چې په یوه او بله پلمه تیر ایستل شوې او دکابل ادارې په غوښتنه د هغوئ لخوا په جوړو شویو او فرمایشي غونډو کې یې شرکت کړی، غږ کوو چې خپل اصلي رسالت دي ترسره کړي، د اشغالګرو او د هغوئ د لاسپوڅو شومو اهدافو او دسیسو ته دي‌متوجه شي، د کابل ادارې د چارواکو لخوا په جوړو شویو پروګرامونوکې په برخه اخیستو سره دي د عالم سپیڅلی نوم نه بدنامه کوي د اشغال په ضد دي د حق ناره اوچته کړي .

 ۶ــ له اسلامي‌کانفرانس نه مو غوښتنه ده چې د اسلامي‌امت په قضایاوو کې دي په خپلواک ډول رغنده رول ولوبوي دکفارو د فشارونو تر اثر لاندي‌دي‌نه راځي.

 ۷ــ د اسلام او هیواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د قوم، ژبې او سمت تر نامه لاندي تفرقه او نفرت پیدا کړي او د تعصب اور بل کړي. همدا راز د هیواد د تجزیې کوشش کوي، دا ډول کړنې موږ ته هیڅ د منلو وړ ندي موږ د هیواد د ارضي تمامیت په تمامه معني‌دفاع کوو او په دې لار کې هر راز قرباني‌ته تیار یو.

 ۸ ــ علماء کرام په هیواد کې روان پرلتونه، د سولې په نوم کاروانونه او د داعش په نوم د وسلوالو ډلو راپيدا کیدل ټولې امریکايي پروژې ګڼي، اشغالګر غواړي له دغو لارو په افغانستان کې اشغال او جګړې ته دوام ورکړي.

 ۹ ــ د کابل ادارې په لیکو کې پر ولاړ ټولو دولتي‌منسوبینو، عسکرو، او پولیسو غږ کوو چې حقیقت باید درک کړي د اشغالګرو له چوپړ نه ځان را جلا کړي او د ازادي‌د لارې له مجاهدینو سره دي‌ملګري شي. همدا راز د اسلامي‌امارت له مشرتابه نه هم غوښتنه کوو چې د دعوت او جلب جذب کار ته دي‌پوره توجه وکړي ددښمن له لیکو راووتونکي کسان دی تشویق کړي تر څو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلي .

۱۰ ـــ دهیواد په ټولو اوسیدونکو، علماء کرامو، قومي مشرانو، متنفذینو، روشنفکرانو، محصلینو او بیلابیلو اقشارو باندې غږ کوو چې له کفري اشغال څخه د ګران هیواد دازادۍ لپاره د مجاهدینو همکاري وکړي. په لاس، ژبه او قلم سره دې جهاد وکړي او خپل مسؤلیت دې ترسره کړي.

۱۱ـــ په پای کې یو وار بیا په دې خبره تاکید کوو چې د متجاوزو کفري یرغلګرو په خلاف جهاد دیني فریضه دي. زموږ مسلمان ملت کله هم د کفارو حاکمیت نه دی منلی، بلکې همیشه یې د کفري متجاوزینو په وړاندې جهاد کړی دی.

په افغانستان کې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې بهرني اشغالګر له هیواد څخه ووځي او افغانان تر خپل منځ یو متحد اسلامي نظام جوړ کړي.

و ما علینا الا البلاغ ۱۴۳۹/۱۱/۲۳هـ ق ۱۳۹۷ /۵/۱۴هـ ش 2018/8/5 م

لوی ټکي: افغانستان جهادامريکايان ناټوديني عالمانطالبانغونډه
مخکینې مطلب

اندونيزيا کې د زلزلې له امله د مړو شمير ۱۴۲ کسانو ته ورسېد

بل مطلب

لوګر: د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې پنځلس پوليس وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
افغانستان

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com